ربــه اخــتـر خـــو بـې صــنـمــه مـه کړې
دا پســرلــۍ هــم بــې شــبنـمـه مـه کړې

تــاریـخ د میــنې تــل رنــګــین وســـاتـې
هیـڅ یـو شـاعـر هـم بـې قـلـمــه مه کړې

پـه هــمـــدې ښـــکــلـــو ده دنیــــا ودانـه
هــر یـو میـــن یـې بـې هـمـــدمه مه کړې

دا ســخـتې ورځـې بـه پــرې څنــګـه وزي
څـوک مســافــر د خپــل لـه چمـه مه کړې

د میــنې مـست لیــونیــان ګــرځـي دلتــه
همداسې مست ښه دي دوې سمه مه کړې

خـــواږه غــمــــونــه یـې پــه زړه تېـــروي
(صـابـر) د یـار غــم نــه بـې غمـه مه کړې