که غر ستر په سر یې لار شته
د تیارو پسې سهار شته
دا بڼ ځکه ښایسته ښکاري
چې چوپړ ته یې ملیار شته
دومره ډیره موده وشوه
لا تر اوسه یې پرهار شته
چوپه خوله وه هیڅ یې نه ویل
خو په زړه کې یې اقرار شته
زه پرې څنګه باور وکړم
چې په ستګو کې یې انکار شته
نابوهۍ زور لګولی
په دې چم کې څو هوښیار شته
که په ټولو حساب نه شي
دلته څو سړي د کار شته
ما ځان خپله پیژندلی
چې نصیب قسمت مې خوار شته
دڅو ورځو مسافر یو
په ژوند کله اعتبار شته
نا امید به ( وارث ) نه شي
ځکه څو ورځې د شمار شته
اوسلوـ ناروې
21.12.2018
- محمدیوسف خدمتګار مزدورزی
شـــیـخـه تـا نـه مـې زړګــی قــلـــم قـــلـــم دی چې رقـــیـب دې دیـره کـړی پــه خـپـل چـم دی دا پـــه تـیـــګـه د پـښــــتـو نـــه تــلــل کـــیـږي بې تـهــذیــبـو مــو پــه کــــور ایـښـی قــــدم دی زه یـی سـرې ســـترګې لـنـدې لـیـدلی نـــه شــم هـــر نـظــر راتــه پـیــغــور د خــپـل صـنـم دی پــه کـــوڅـو کـې دشـین سـترګــو ډلـې ګـــرځي شـیـخـه دغــه دې دخــــپـل ریـاضـت کـــرم دی زه پــرې نــــوم دمــیـکــدې بــــدوی نـــه شــــم...
22.12.2018
- خوشحال آصفي
په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو په روستيو کې هڅې تر پخوا ګړندۍ شوې او وسله وال طالبانو هم له امريکا سره تر دا مهاله د ترسره شويو ليدنو خوښ دي؛ اوس ټاکل شوې چې د وسله والو طالبانو بل لوی شرط چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل دي؛ ومنل شي. د لويديځو رسنيو د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستانه خپل نيمايې سربازان وباسي. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي ټرمپ پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. که څه هم امریکايي رسنۍ وايي چې ولسمشر...