Uښاغلی مټیق ( چونګښه)
لیکوال : پاول وان لون د ماشومانو لپاره ناول
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
کاکا طوطي او ټولو لګ لګانو ته ډالۍ
ژباړونکی : زموږ د وخت ټولو چونګښاو ته ډالۍ
لومړۍ برخه
یو مهم راز
همدا چې ښوونکی ټولګې ته راننوت ،په قدم وهلو یې پیل وکړ ، یو ناڅاپه ودرېد او زده کوونکو ته یې وویل : (( زه یو مهم راز لرم )) .هلکانو ژر خپل رنګه پنسلونه پر میزونو کېښودل او په حیرانتیا سره یې ښاغلي فرانس ته وکتل .
سیتا وپوښتل : (( ښاغلی فرانس تاسو څه مهم راز لرۍ ؟)) .سیتا یوه وړه تورپوټکې نجلی وه چې له خپلو تورو لنډو وېښتانو سره به تل د ټولګې په لومړي کتار کې کېناستله .،ښاغلی فرانس پرې ډېر ګران و نو ځکه به یې تل ویل : (( موږ د نړۍ ترټولو ښه ښوونکی لرو )) .
ښاغلي فرانس یې په ځواب کې وویل : (( یو ستر او مهم راز ، دومره ستر راز دی چې تر اوسه مې هیچا ته د هغه د ویلو جرآت ندی کړی .))
دنیس وپوښتل : (( ولې مو تر اوسه چا ته نه دي ویلي ؟)).ښاغلي فرانس په داسې حال کې چې قدم وهه وویل : (( دا یو په زړه پورې او حیرانونکی راز دی .زیاتره غټان زما په دغه راز باور نه کوي ، خو تاسو ته یې د ویلو جرآت لرم ځکه تاسو ټول ښه او مهربانه یاست )).ټولو هلکانو په بې صبرۍ سره ورته کتل .یو ناڅاپه ښوونکي خپل سر د هلکانو پر خوا وروګرځاوه او په کرار یې وویل :(( ژمنه وکړۍ چې زما راز به چا ته نه وایۍ ،په تېره بیا غټانو ته ،هغوی خامخا وایي چې زه یو خطرناکه لیونی یم او بیا به نور ستاسو ښوونکی نه اوسم او تاسو ته به درس نه درکوم .)) .ټول ټولګي یو ځای غږ کړ چې (( ژمنه کوو )).ښاغلی فرانس څو شېبې تم شو، او بیا یې ادامه ورکړه : (( هیله کوم چې مېرمن سوزان ته هم څه و نه وایۍ ،ځکه ښایي نور ما ته هېڅ ارزښت رانکړي او په کومه بله سترګه به ما ته ګوري )).بیا هم ټول ټولګي ناره کړه چې (( ژمنه کوو )) .دنیس وویل (( اوهو ! لکه چې غواړي له مېرمن سوزان سره وداه وکړي !)).ښاغلي فرانس چې تک سور ګرځېدلی و، وویل (( نه ده څرګنده ، دا مې هسې یوه خبره وکړه )) .خو دنیس لاس نه اخیست او بیا یې وویل (( زه ډاډ لرم چې دا همداسې ده )).سیتا په سوک سره د دنیس ملا ووهله او ویې ویل : (( بس کړه نور نو ، پرېږده چې ښاغلی فرانس خپله خبره وکړي )).ټول هلکان پلټونکي شوي ول ،هر چا له ځان سره خپل فکرونه کول .یوه ویل (( کیدای شي پښې یې بد بوی کوي او له کوره یې هم تل بد بوی خیژي ؟)) ها بل ویل (( وۍ ، کیدای شي دشپې به ډېرې متیازې کوي ؟)). ښاغلي فرانس ژوره ساه ووېستله او ویې ویل : (( هغه څه چې زه یې غواړم تاسو ته ووایمه ، بیخي حیرانونکې او نه مننونکې ده ،خو حقیقت لري )). هلکان ټول پر خپلو چوکۍ ګانو لکه چې میخ شوي وي ،په ټولګي کې یوه وژونکې چوپتیا خپره شوې وه .ښاغلی فرانس په منډه د دروازې خواته ورغی او په ځیرکۍ سره یې د دروازې شا ته وکتل ، ځکه غوښتل یې ډاډمن شي چې د خبرو اورېدو ته یې څوک د دروازې تر شا نه وي .کله کله به ښاغلی ( ستورګ) د دروازې تر شا لکه موزي ولاړ و او د دوي خبرې به یې اورېدلې .له نیکمرغه د دروازې تر شا دا ځل څوک نه ول .ښاغلي فرانس دروازه ښه کلکه وتړله او د شونډو لاندې یې ورو وویل : (( هلکانو باید ډېر پام وساتۍ که ښه ورته غوږ نه شۍ نو ښایي پر موضوع مو سر خلاص نه شي .)).سیتا چې نور یې حوصله بیخي سرته راغلې وه ، وویل : (( ښاغلی فرانس ! تاسو هېڅ و نه ویل چې دا څه ډول راز دی ؟ )) .ښاغلی فرانس لږ هلکانو خواته ورنږدې شو او ویې ویل : (( زما راز دا دی چې زه لکه دا نورو خلکو نه یم ، دا سمه ده چې تاسو ما داسې ګورۍ ، خو کله زه په نورو څیزونو بدلیږم .)).دنیس چې د سیتا څنګ ته ناست و په لوړ غږ وویل : (( بل څيز ؟ کوم بل څيز؟)) .ووتر وویل : (( یوازې دا هیله لرم چې انسان ډوله لیوه نه اوسې )).ښاغلي فرانس وویل : (( د داسې موجوداتو سر او غوږ یوازې له وېرونکو فلمونو او داستاني کتابونو څه ښکاري او بس )).
نور بیا