که مرکزي حکومت نه وي، سوله نشته!
مرکزي حکومت هغه هم غښتلی او پیاوړی، د هېواد د ملي او سراسري ګټو په سر کې ځای لري. که مرکزي پیاوړي حکومت نه وي، هېواد کې د سولې او امنیت په ګډون د هیڅ پرمختګ او ولسې ښېګڼې پوښتنه نه پيداکیږي. همدغه لامل دی چې مخالفین او دښمن تر ټولو مخکې هېواد کې مرکزي حکومت په نښه کوي او د ټولو وسایلو په کارولو د هغه د پیاوړتیا مخه نیسي. په کور دننه هغه ډلې او تنظیمونه چې د واک د بېلا بېلو ټاپوګانو د لرلو او ساتلو هڅه کوي او یا هغه بهرني حکومتونه چې افغان هېواد کې د مرکزي حکومت پرځای، له دغو ډلو او تنظیمو ملاتړکوي، حقیقت کې د افغان ملت د سولې، امنیت، پرمختګ او سوکالۍ اصلي دښمنان دي.
نن چې هېواد له حساسو شېبو تیریږي. هېواد کې دننه او ګاونډ کې يي یو شمېر پېښې سړي ته د ۱۹۹۲ کال پېښې وریادوي. د ۱۹۹۲ کال د پېښو انځور په دوه لنډوجملو کې داسې ښکلای شو: د مرکزي حکومت نسکورول، د سولې سبوتاژ، د افغانانو د پرمختګ او سوکالۍ مخنیوي!
روانو پېښو کې هم اساسي ټکی د مرکزي حکومت برخلیک او دریځ او د حکومت مخالفینو سره د سولې څرنګوالی او برخلیک په ګوته کولای شو.
د سولې په اړه یوخوا د مرکزي حکومت او سوله غوښتونکو افغانانو هڅې او همدارنګه د امریکا د استازي افغان بچي، زلمي خلیلزاد مرستندویه هلې ځلې او بلخوا په کور دننه او بهر کې د سولې د سبوتاژګرو ترمنځ سیالي او شخړه هم چې د روانو پېښو بل اړخ جوړوي، له پامه نه شو غورځولای.
مخالفینو سره د سولې خبرې او د سولې بسیا که د یوې غښتلي مرجع لکه مرکزی حکومت په لاس کې نه وي، هېواد کې بېلا بېلې ډلې او ګروپونه نه شي کولای، په داسې خبرو کې د هېواد ملي او سراسري ګټې خوندي کړي. که دا ډلې د حکومت پرځای مخالفینو سره د سولې په خبرو کې ځان له حکومته ځواکمن او واکمن بولي، ادعا يي یوازې د خپلو ګروپي او جلا ګټو لپاره ده او غواړي له دې لارې ملي ګټې تر خپلو محدودو ګروپي او سمتي ګټو قرباني کړي.
مرکزي حکومت هڅه کوي چې یوخوا د بهرنیانو پرځای، د سولې د خبرو او بسیا ملکیت او واک د افغانانو په لاس کې خوندي وي او بلخوا په کور دننه هم حکومت د افغانانو د یوازیني قانوني او واکمن استازي پتوګه د سولې خبرې مخته یوسي او که نور غواړي همکاري وکړي، کولای شي د سولې په بسیا کې د حکومت ریښتیني ملاتړي واوسي.
په ۱۹۹۲ کال، کله چې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ مرکزي حکومت، ملګري ملتونه او مجاهدین چې هغه مهال د حکومت مخالف لوری بلل کېده، په سلا او تفاهم سره د پراخ بنسټه ګډ حکومت په جوړېدو بوخت ول، په داسې مهال د اسلامي جمعیت مشر برهان الدین رباني د پاکستان په همکارۍ او ملاتړ ماسکو ته سفر وکړ او هلته يي ماسکو سره په پریکړه کې د افغان حکومت او ملګرو ملتو د سولې تګلار سبوتاژ کړه، د پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو مخه يي ډب کړه او داسې څه يي هم د نورو شومو پلانونو تر څنګ، په راتلونکې کې د مرکزي حکومت د راټوکېدو او جوړېدو له ډاره، ترسره کړل.
له بده مرغه د همدغه سفر په پای، حکومت کې د پنځم ستون په مرسته د ماسکوــ پاکستان طرحه پلې شوه او هېواد کورنۍ جګړې ته ټېل وهل شو چې همغه ناورین په بېلا بېلو بڼو تر اوسه ادامه لري.
د مرکزي حکومت په وړاندې او د حکومت مخالفینو سره د سولې په تړاو چې نن څوک د دغو ډلو ورانکارۍ ویني، سړي ته همغه د ماسکوــ پاکستان زړه لوبه وریادوي، بیا بیخي ورته سیناریو او ورته لوبغاړي، لېدل کیږي. اسلامي جمعیت، د محقق او دوستم ډلګۍ او ستمي کړۍ او په بهر کې پاکستان، روسیه او ایران د سولې هڅې په ډاګه سبوتاژوي او جګړه غځوي. دوی د دې ورانکاریو تر څنګ هڅه کوي چې افغانان سولې ته په رسېدو کې له نړیوالې همکارۍ هم بې برخې کړي.
تر پرونه پورې د دې ډلو په تېره بیا د اسلامي جمعیت هڅه دا وه چې طالبانو سره د د خبرو په اړه د حکومت طرحه او مرکچیان بد او ناوړه وځلوي او ځان د حکومت ځایناستي راوپېژني. په همدې تړاو د اسلامي جمعیت د سیاسي کیټې مشر حفیظ منصور وايی«که این حزب(اسلامي جمعیت) جدا از هیات احزاب دیگر، هیاتی را به رهبری محمد یونس قانونی ایجاد کرده‌است.»
له «احزاب دیګر» څخه هم د اسلامي جمعیت موخه هغه ډلې، ټپلې دي چې اسلامي جمعیت سره یا د اندیښنو خواخوږي او ... پیوندي لري او یا د مرکزي حکومت په وړاندې هغوی هم د غیږلوبې(پهلوانۍ) اشتها لري.
اسلامي جمعیت د حکومت پرځای، دا هم وویل« پنج جناح مذاکره کننده درنظر گرفته شده است؛ جناح حکوت، طالبان، جناح جبهه مقاومت، جناح احزاب و جناح نهادهای مدنی.»
اسلامي جمعیت چې په پراخه کچه د حکومت شریک دی او د حکومت په سلو کې پنځوس سلنه برخه او ونډه جوړوي، له حکومته بهر هم د «جناح جبهه مقاومت» په نوم د «جناح احزاب» تر سرلیک لاندې او په «جناح مدني » کې هم ځان لومړی بولي، یانې میم زرما ټوله زما؛ باید د حکومت وسلوالو مخالینو او طالبانو سره خبرې هم په یوازې سر دوی وکړي!
دا ډلګۍ په خپل اند او حساب د سولې په بهیر کې «جناح حکومت!» ته په پنځه ونډه قایل دی او نورې برخې په دې او هغه پلمې، د ځان ګڼي.
سم صفا د ګېدړ اوشرمښ ویش دی!
اسلامي جمعیت چې د «جبهه جناح مقاومت» په نوم غواړي طالبانو سره خبرو ته کښیني، دا هېروي چې حقیقت کې د طالبانو مدعي ډله همدوی دي. دلته دوه بېخچنې پوښتنې او خبرې رامنځته کیږي:
یا اسلامي جمعیت په داسې طرحه غواړي حکومت او ټول ملت برمته کړي او د برمته ملت او حکومت په مهال، جګړه لا وغځوي چې د جګړې په غځېدو کې هم د دې ډلګۍ ګټې او موخې خوندي شي او هم په افغانستان او سیمه کې ایران، پاکستان او روسيه خپلو موخو ته ورسیږي. د دوی په اند په دې صورت کې به د افغانستان نړیوال ملګرې د جګړې ډګر بایللی پریږدي، افغانستان کې به د ۱۹۹۲ کال پشان د حکومت تشه رامنځته شي او هغه تشه به اسلامي جمعیت او د دوي بهرني ملګري په ارام زړه ډکه کړي او د اسلامي جمعیت واکمني به دا ځل د ۱۹۹۲ کال په توپیر، په ریښتیني ډول پلي شي.
دوهم بدیل يی هم د ۱۹۹۲ کال زړه سناریو ده چې هغې کې به د پاکستان ــ ماسکو او ایران په ملاتړ او منځګړیتوب طالبان، د اسلامي جمعیت او شمالټلوالې سره په ګډه جبهه کې د مرکزي حکومت په وړاندې بلوا وکړي او لار به د دوی ګډې واکمنۍ ته پرانیستل شي.
خو د سولې بهیر د مشورتې بورډ په اعلان، د لنډ او اوسمهال لپاره، مرکزي حکومت ټول کفچه ماران په یو پېټار کې رایسار کړل او په خولو کې يي دمکړې خاوره وروشیدنله چې زهر يي لږ کړي. په داسې نووښت، فکر کېدای شی چې حکومت د اسلامي جمعیت په ګډون د سولې بهیر د مخالفینو او دښمنانو پر سر کلک ګوزار ورحواله کړ.
په پوخ باور ویل کېدای شي، د برهان الدین رباني او مجاهدینو د ۱۹۹۲ کال د شړېدلي حکومت او د ړانده ملاعمر او طالبانو د بې سره بوله واکمنۍ په توپیر، که افغانان په تېرو ۱۷ کلونو کې ډېرې بریاوې او لاسته راوړنې ونه لری؛ بیا هم موجوده مرکزي حکومت، ریاستۍ نظام، دیموکرات اساسي قانون، ټولټاکنې او د بیان ازدي، دا مهال هېواد لپاره لږې نه شو شمېرلي.
افغانانو ته نه ښای په ازمایل شویو ناکامو لارو بیا لاړ شي!
د ۱۹۹۲ کال وروسته د مرکزي حکومت تشه نه ښای بیا تکرار شي او پکار ده چې موږ ټول افغانان په موجوده مرکزي حکومت راټول او هغه غښتلی او پیاوړی کړو!
د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر ۱۲ مه
سرلوڅ مردازی