دا نړۍ له ډيرو پړاونو لكه غلام ساتني ، په توره د امپراتورويو جوړول ، په بشري ځواك د تمدونونو ورانول او آبادول او داسي نورو له تيرولو څخه وروسته په ډيره دبدبه يوشتمي پيړۍ ته ننوتله. په دې پيړۍ كې نور نه توره چليږي او نه هم د مټ ځواك. برلاسى هغه دى چې د وخت سره په برابري تكنالوژي او ساينس باندې ځان سمبال كړي. هغه هيواد چې ساينس لري هغه به بادار او هغه هيواد چې يې نه لري هغه به هرو مرو غلام پاته كيږي ، نو ښكاره خبره ده چې زمونږ په ګران هيواد كې هم د ټولو ناخوالو اصلي سر چينه د پوهني كمښت او يا هم نه شتون ده. په داسې يوه ټولنه كې چې نږدې ټولو وګړي يې بيسواده وي نو هر ډول له واقعيت څخه لرې اوتو بوتو ته علم ويل كيږي. كه چا يو څو جملې له راډيو او تلويزيون څخه له يادو زده كړي وي نو هغه مونږ ته عالم ښكاريږي. لكه ښاغلى محمد صديق افغان چې ځان ته پوهاند وايې ، كله كله د اعدادو د جنګوني په وخت كې په داسي اوتو بوتو سر شي چې دى خپله د څو شيبې مخكي ويل شوي خبره يو څو شيبې وروسته د ده په وينا د فلسفي رياضي په مټ باطله ثابتوي. په دې كې هيڅ شك نشته چې په نړۍ كې ځيني اعداد له ځينو پيښو سره سمون لري خو دا په دې مانا نده چې په دې اعدادو كې كومه ځانګړي فلسفه شته ، د دغه ډول اعدادو د ورته والي څيړني ته ځانګړي علم چې د احتمالاتو Probability په نامه ياديږي له ډير پخوا څخه شتون لري او د صديق افغان اوتو بوتو ته هيڅ ډول اړتيا نه ليدل كيږي. او يا هم ځيني ښاغلي لكه د تير ولسمشرى ټاكنو يو نوماند په ډيره عالمانه او ساينسي لهجه وايي چې نړيوال له افغانستان څخه ديورانيمو غلا ته راغلي ، خو دا ښاغلى دومره هم ځان نه په غدابوي چې يوځل په دې خبره ځان پوه كړي چې د يورانيمو بيه څومره ده ؟ او د دغي مادې ليږد را ليږد څومره ستونزمن كار دى؟ په هر حال د دغه ډول آماتور سيانسپوهان شتون د افغانستان په شان په يوه بيسواده ټولنه كې دومره له هيلي څخه لري خبره نده. افغانستان ته د امريكايي ډيموكراسي په راتګ سره د افغانستان ځيني پرګنې غواړي چې د هر لاس ته راغلي موكې څخه ګټه پورته او ځان ته د روڼ آند و او پوهانو كاذب القاب خپل كړي تر څو دا وښيي چې مونږ خو هم د نړي سره په هر ډګر كې يوشان يو خو هسې دا پښتانه مونږ پرمختګ ته نه پريږدي ، ځيني يې د ايران څخه د بيرته راستنيدو وروسته كوورتو ته غذا وايي او ياهم لاسي كراچي بې له كوم دليل څخه فرغوم بولي. په دې ورستيو كې د يوه ځوان او نوي وطني ساينسپوه خبري ډيرې د ژبو په سرونو ګرځي ، دا ځوان هغه انجنير صيب دى چې دعوه يې كړي چې د بوينګ شركت ته له ټيمونو څخه په جوړي شوي الوتكي چلنج وركوي.سره له دې چې په دې ټول پوهيږي چې د دې الوتكي يوه پرزه هم په افغانستان كې دننه نده جوړه شوي خو بيا هم دې خبر په مطبوعاتو كې ډيره ګنه ګوڼه را پارولي ده. او ده دې ګڼه ګوڼي اصلي علت داده چې دا ځوان د هزاره له قوم څخه دي او دا قوم غوړي چې په هر ممكن ډول ځان تر نورو قومونو په خاصه توګه تر پښتنو پوه او روڼ آنده وښيي ، خو په زړه پوري داده چې د دغې آوازې په خپرولو كې پښتنانو هم خپل پوره اخلاص ښكاره كړي او ځيني خو حتي غواړي چې د دې اختراع په وياړ له پښتنولي تيرشي او هزاره شي.
د ساينسي اختراعاتو لپاره ځانګړي قوانين شته او د څو پرزو تړل د شته كتابونو له مخي په هيڅ ډول اختراع نه بلل كيږي ، كنه نو بيا خو هر بايسكل جوړونكي او د موټر مستري هم مخترع ده ، هغه ځكه چې كله كله د يوه ماډل موټر پرزه په لږ سولولو سره هغه بل ماډل ته ور اچوي او يا هم د يوبايسكل ټير په بل بايسكل كې كاروي. په هر حال اوس زما اصلي ګيله له پښتنو څخه كيږي چې ولې د خپل جارو او دبل دارو ياست ؟ آيا په پښتنو كې داسي پوهان لكه اروښاد پوهاند محبي ، ارواښاد پوهاند رشاد ، اروښاد علامه حبيبي ، ښاغلي صديق مخترع او په سل هاوو داسې نور نشته ؟ ولې خپل آس د بل په مركب باندې بدلوى ؟ كه چېري دوي خپل كاذب پوهان ستايي ودې ستايي خو آيا ستاسو پوهان په تاسو باندې د ستايني حق نه لري ؟ په دې هيله چې پښتون قوم هم په خپله ګټه او تاوان پوه شي او دهرچا نغاري او ډول ته ځڼي وانړوي.