په نړۍ کې هېوادونه د پرمختګ له پلوه په دریو ډلو ویشل کېږي.
پرمختللي هېوادونه، مخ په وده هېوادونه او وروسته پاتې هېوادونه.دغه ډلبندي د هېوادونو اقتصادي، سیاسي او ټولنیز حالت په ارزونې سره ترسره کېږي چې په دغه ارزونو کې بنسټیز فکټورونه تل اقتصاد او ټولنیز حالت شمېرل کېږياقتصادي پرمختګ دوه اصلي چینې لري چې یوه یې د هېواد طبیعي زیرمې او بله یې د هېواد صنعتي او کرنیز تولیدات دي.
دوهمه برخه یې په هېواد کې د ساینس اوټکنالوژۍ پرمختګ پورې نیغه اړیکه لري.
هغه هېوادونه چې خپلې طبیعي زیرمې د پرمختګ لپاره کاروي تل د لنډ مهاله پرمختګ شاهدان وي خو چې کله یې زیرمې خلاصې شي نو د پرمختګ لړۍ نږدې په ټپه ودرېږي.
خو هغه هېوادونه چې ساینس او ټکنالوژۍ د خپل پرمختګ لپاره بنسټیز فکټور ګرځوي، هغوۍ تل د اوږد مهاله او نه درېدونکي پرمختګ شاهدان وي.پرمختللي او مخ په ودې هېوادونه اکثره وخت هغو هېوداونو ته ویل کېږي چې تولیدادت یې ډېر او په ځان بسیا وي.بې له شکه چې د اقتصاد پوهانو له نظره به نور فکټورونه هم د هېواد په وده کې ونډه لري.
وروسته پاتې هېوادونه تل د دریمې نړۍ هېوادونه بلل کېږي، په دغو هېوادونو کې د نه پرمختګ بنسټیز لامل د صنعت، ساینس او ټکنالوژۍ نشتوالی دی.
په دې ډله هېوادونو کې ساینس ته وده ورکول له لمړيتوبونو څخه نه شمېرل کېږي او د یوه غیر ضروري او یا هم دوهم لاس فعالیت په سترګه ورته کتل کېږي چې اصلي لامل یې د ټولنیز ارزښت په بڼه د ساینس نه منل دي.
افغانستان هم یو له دغې ډلو هېوادونو څخه دی چې تل په کې ساینس ته د دوهم لاس او آن کله کله خو د اضافي او بی کاره فعالیت په سترګه ورته کتل شوي.
که چېرته موږ د خپل معارف او لوړو زدکړو بودیجې او د هغې د مصرف پېچلتیا ته ځیر شو او بیا هغه د نورو سکټورونولکه د ښځو وزارت، د ځوانانو معینیت، کار او ټولنیزو چارو وزارت، د مخدره توکو په مقابل کې د مبارزې وزارت او داسې نورو ادارو له بودیجې سره پرتله کړو نو دې نتیجې ته به ورسېږو چې ساینس او ټکنالوژۍ ته له سره د چا پام هم نه دی او نه یې هم څوک د ارزښت په بڼه پیژني.
په افغانستان غوندې هېواد کې ساینس او ټکنالوژۍ ته نه پاملرنه ډېره نابلده خبره هم نه ده، ځکه په هغه هېواد کې چې تر اوسه هم مکتبي تکفیر کېږي نو عصري علومو ته به څنګه لاره هواره شي؟په هېواد کې د ساینس پرمختګ لپاره لومړنی ګام په هېواد کې د ساینس رواجول او د ټولنیز ارزښت په بڼه د ساینس منل دي.زموږ ځیني کلیوال اوس هم دا نه شي منلی چې انسان سپوږمۍ ته خلتی او یا هم د انټرنټ په مټ باندې ویډیو چټ هم کېدای شي.
خو دلته کلیوال هم نه دي ملامت، دا زموږ د لوستو او چارواکو مکلفیت دی چې خپل نالوستي د ساینس په ګټه پوه کړو او همدارنګه د ساینس او ټکنالوژۍ په برخو کې لوستي او په کار پوه کسان وګومارو او دا برخه تل له سیاست څخه لرې وساتو.په هېواد که له ساینس او ټکنالوژۍ څخه لرې والی او هغې ته نه پاملرنه دې حد ته رسېدلې چې آن خپل د ساینس د لارې لارویان هم ورڅخه تښتي.
دا منم چې ادبیات، شعر او نظم د علم او ټولنیز پرمختګ خورا ارزښتناکه برخه ده خو په دې برخه کې کار کول د هر چا کار نه دی.
له بده مرغه زموږ ډاکټران او انجنیران د خپل مسلکي کار په ځای یا شعر وايي او یا هم په منجمنټ او اداره کې لګیا وي.
دا خپله د دې معنی ورکوي چې آن د لوستو په مینځ کې مو هم ساینس ته چندانې ارزښت نه ورکول کېږي او ټول ارزښت یې تر نامه پورې دی چې باید ډاکټرصیب او یا هم انجنیر صیب ورته خطاب شي.
ملي سوداګر او مطبوعات خو له ساینس نه بیخي په منډه تېرېږي، ملی سوداګر خو مو له دې خوا آنار او انګور وړي او له هغې خوا مردکۍ او پټاکیانې راوړي او مطبوعات دې خدای له بده نظره وساتي چې یا اعلانونه دي او یا هم ډرامې.د نوبل جایزې ګټونکی پروفیسور عبدالسلام وايي چې د ختیځې او لوېدیځې نړۍ تر مینځ یواځینی فرق په لویدیځ کې د ساینس په ارزښت نه او یا هم ناوخته پوهېدل دي.
په پرمختللې نړۍ کې بنسټیزه پانګونه په ساینس کې کېږي په داسې حال کې چې وروسته پاتې او آن ځینې مخ پرودې هېوادونه یې په نړۍ کې عصري تولید شویو توکو لکه موټر، تعمیرونه او داسې نورو باندې کوي.
د دغو هېوادونو په پلان او ستراتیژیو کې هم ساینس ته هیڅ اشاره نه ده شوې (ښه بېلګه یې د افغانستان په اساسي قانون کې اټوميانرژۍ ته د اشارې نه شتون دی).
وړاندیز
د ساینس د لارې یوه لاروي په حیث مې له ټولو هېوادوالو چې په هر ټولنیز موقف کې دي، غوښتنه داده چې که ریښتا غواړۍ او لیواله یاست چې هېواد مو ودان او هر کس او ناکس له احسان څخه خلاص شئ، یواځینۍ لاره مو ساینس ته پاملرنه او هغه مو د کلتور، ټولنې او ژوند یوه برخه ګرځول دي.
دولت دې هم باید په عملي ډول د ساینس د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي.
د پوهنتونونواو څېړنیزو مرکزنو او ملي او نړېوالو فابریکو تر مینځ دې اړیکو ټینګښت ته لاره هواره کړي، ساینس په مخ کې دې پراته بیروکراتیک او سیاسي خنډونه لرې کړي، د ساینس او پرمختګ د عامولو لپاره دې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي او همدارنګه دې ساینس ته په قوانینو، لوایحو، مقرراتو او ستراتیژیکو پلانونو کې ځای ورکړي، د ساینس لپاره دې داسې کدر وروزي او هغو ته دې د کار زمینه برابره کړي، د ملي او نړیوالو پوهنتونو تر مینځ دې توامیت ته لارې هوارې کړي او پوهنتونونه دې له سیاست څخه لرې وساتل شي.
که د ساینس په اړه دا ډول ګامونه پورته نه شي نو چې سل کاله نور هم بهرنۍ مرستې راشي د هېواد د سمسورتیا خوبونه به مو ریښتیا نه شي.