د پښتنو دود او دستور

نعيم ناصح - پېښور

دهغه رب په نامه چې انسان ته يې ښوودنه وکړه هغه رب چې د انسان لپاره يې د ژوند هوسا تېرولو کړه وړه برابر کړي دي هغه رب چې په مسلمانانو به د قيامت په ورځ خپل خاص رحم کوي. لکه څنګه چې الله تعالى مخلوق بيل پيداکړى نو دغه څېز يې د هغوى په خويونو او دودونو کې هم فرق اچولى دى لکه ورته اشاره په قران کريم کې شوي ده ( انا خلقناکم من  ذکر او انثى و جعلنا کم شعوبا و قبايل لتعارفوا ان اکرمکم عند الله اتقکم…..

ژباړه: موږ تاسې پيداکړى يې له نارينه وو او زنانه وو څخه او بيا مو په ډلو او قبيلو ( توکمو) وويشلي يئ لپاره ددې چې يو بل و پېژنئ او عزت والا هغه دى چې د الله تعالى څخه ډېر ډار ولري. نو هر يو توکم د ځان مخکې کولو لپاره يو دود رسم او رواج لري لکه چې په عربو يو دود درلود چې لکه به کوچنۍ و زيږيده نو دهغه د ښه تر بيت ، د عربي ژبيې د ښه زده کړې لپاره کلي او بانډو ته استاوه. هر قوم لپاره يو دود وي هغه که په خوشالۍ کې وي او که په خفګان کې وي.

دود

هر يو قوم په خپل منځي ژوندد سوکاله او خوش تيرولو لپاره څه کارونه په ګوته کړي دي چې د هغې  لاندې د خپل ژوند شپې سبا کوي که هغه په خوښۍ کې وي او که خفګان کې، دېته رواج ويل کېږي.

لکه په ډول ډول خوښيو کې ډول ډول راوجونه و ي. واده، کوژدن، اختر، زېږيدنه هر څه په بيل بيل ډول لمانځي. هر يو قوم په دې ټولو خوښيو کې بيلابيل توپيرونه لري.

پښتون قوم په عزتمندۍ او نرتوب کې ډول ډول مېړاني لري همدغه څېز دودونه يې له نورو توکمو څخه جلا شمېرل کېږي. په دې کې داسې دودونه دي چې له قران او حديث سره سمون خوري او ځينې يې د شريعت له نګاه حرام شمېرل کېږي دلته يې ځينې په لاندې ډول ښيو.

د مشر عزت او پرکشر رحم: د پښتو قوم دا يو ځانګړى دود دى چې د مشر عزت او په کشر رحم کوي نور قومونه هم ددې دود پلوي دي خو پښتو قوم پکې له ځانګړو خصوصياتو څخه ګڼل کېږي. نبي عليه السلام وينا هم داسې ده ( ليس منا من لم يرحم صغيرنا ولم يؤقر کبيرنا) زموږ له ډلې څخه هغه څوک نه دى چې په کشرانو شفقت او د مشرانو عزت نه کوي.

مشوره کول: د پښتون قوم يو دود د يو بل سره مشوره کول هم دي د يو کار په اړه کينې او جرګه کوي څو دغه کار باندې پيلک وکړي او اسان شي . شريعت هم په دې خبره تاکيد کوي (  الله تعالى فرمايي و شاورهم فى الامر ) اى د الله پيغمبره له دوى سره مشوره کوه. د مشورې ځلانده نښه د خندق غزا وه چې له صحابه کرامو سره مشوره وشوه سلمان فارسي رضى الله عنه پکې د خندق دکنلو مشوره ورکړه او عملي شو. په نتيجه کې صحابه کرام بريالي شول. پښتون هم مشوره لري د يو بل سره غونډېږي او د خبرې حل راوباسي.

مېړانه: د پښتون قوم تر ټولو لوړ دود مېړانه او غيرت دى. اسلام هم مسلمانانو ته دمېړانې او غېرت درس ورکوي او همداسې مېړانه انسان د جنت جوګه ګرځوي. رسوال الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: زمادې په الله قسم وي ، الله جل جلاله له ماڅخه ډېر غيرتمند دى او زه له تاسې څخه ډېر غېرتمند يم  ....

مېلمه پالنه: مېلمه پالنه د پښتون قوم له ځانګړتياوو څخه شمېرل کېږي. په اسلامي ارشاداتو کې هم د مېلمه پالنې تاکيد شوى. نبي عليه السلام فرمايي: من کان يؤمن بالله واليوم الاخر فليکرم ضيفه........ په تاسو کې چې څوک ايمان په الله او اخرت ورځ لري هغه دې د خپله مېلمه پالنه وکړي . دا دود په اسلام کې له ابراهيم عليه السلام څخه په مېراث کې پاتې دى ابراهيم عليه السلام په مېلمه پالنه کې مخکښ و.قران د ابراهيم عليه السلام په اړه وايي: راتګ يې  وکړ په خوسي وريت شوې سره. مېلمه پالنه پيغمبري صفت دى او په پښتون قوم کې دا دود ډېر مشهور دى. د پښتو ژبې متل دى [ له مېلمه سره سل برکتونه دي ] او يا ويل کېږي چې مېلمه ته  ښه خوراک  او يا ښه نه ورکړل شي څه باک نه لري ځکه مېلمه ستا دسترخوان ته نه ګوري بلکې ستا تندې ته ګوري ؛نومالومېږي چې پښتون قوم مېلمه پال دى. په احاديثو کې د مېلمه پالنې وخت هم ښودل شوى دى چې درې ورځې به کوربه د مېلمه مېلمستيا کوي .

کلک درېدل ( ثبات ): د پښتون قوم تر ټولو غوره صفت کلک درېدل دي که چېرې په يوه خبره ټېنګه کړې بيا په هغې کلک درېږي له خپلې خبرې  څخه نه اوړي له تاريخ څخه دا خبره جوتېږي چې پښتون قوم له خبرې خبرې څخه نه دى اوښتى اګر که په هغه کار کې ورته تاوان وي.