لويه جرګه که دوکه
ليک: مدير محمد زمان
د افغانستان تاريخ په اوږدوکې لويه جرګه دايريدل يو خاص ارزښت لري ولې هغه مسايل او فيصلې د ننى مسايلو او فيصلو سره خورا توپير کې دى پخوا چې کوم مهمه مسله د حکومت لوړ مقام ته لکه د خاوري تماميت ته خطرات متوجه شول حل پخاطر به يې له مختلفو ولايتونو او ولسونو او قومونو له منځه هغه مخور سياسي پوه زيرک هوښيار به چې خپلو خلکو او قومونو کې محبوبيت او رسوخ خاوندان وو د تصميم ګيرى لپاره معرفي کېدل هغه به د موضوع په اړوند خپل معقول او ښه نظريات او دلايل وړاندې کړل او د وخت حکومت د هغه په رڼا کې به اجرات کولاو ټول افغانان به د هغې فيصلې تر شاه ولاړ او په حمايت کې به وو او د يو قوي سند په شان د نه ماتيدو تصميم ګيري او مشورې اصلي رسوخ هم په دې کې پټ ووچې فيصله کوونکي د فيصلې صلاحيت درلود مشترکين د غونډې يا جلسې برخوال د حکومت په نزد کې ډېر عزتمند او درانه وو بل خوا د قومونو په منځ کې البته پدې باب يو خاص رمز دا وو چې ټولو پرګنو په زړونو کې صميميت او محبت به هم پيدا شو او پرګنو به يو بل ته احترام په سترګه کتل نن سبا د پخوا کار سره توپير موجود دى او ل داچې کوم کسان کومې فيصلې ته دعوت کېږي دا انتصابي او حکومت لخوا تعين کېږي در حاليکه د اشخص قومي رسوخ خاوند نه وي بئا نه دا عاجز د چا نمايده دى نه کوم سياسي زيرکتيا لري نه له کومو اجراتو معامله نه خبر وي د موجوده کار په باب به څرنګه تصميم و نيسي. هغه مسايل به څنګه و څيړي چې دا کار ګټه افغانانو ته ډېره ده که نقصانات که صرف د خاص مقام په خوښه او اشاره تعين او نمايشي بنه لري په کاغذ کې لاسليک يا دستخط وکړي دا کار دا شخص ځان ته صداقت بولي که خيانت سوال دالته پيدا کېږي چې داسې حضرات فکر نه کوي چې نه د يو قوم منايده ياديږي. ما په دې هکله د هېچا مشوره نه ده کړي دا منډي او تړلي تاتريخ په زړه کې پبتيږي.
تاريخ به دا شحص وطن پرست معرفي کوي که و طن فروش بيا به څوک د چا په نمايده ګى داسې غونډو ته ځي چې هغه د افغانستان په ارزښت تماميږي پدې ښه فکر وکړي وي مسئله د هوښيارو خلکو سره مطرح او بحث يې پرې وکړى وى د ياد وړ دى چې داسې مسايلو لپاره علماء زيرک مخور او تعليم يافته پوهه خلک د سياست نه هم څه معلومات درلودلى شي او او حکومت غوښتي وى مګر برعکس کار وشو او سنى کوم کار چې روان ډ د هغه پلان برخه ده چې اسلام او د پښتون قوم پر ضد يو سازشي پلان جوړ امريکا او غربيان سره تعهد وکړ افغانستان يې هغوى ته تسليم کړ البته دا کار د څو ناچيزون ډالرو او موقت اقتدار پخاطر وکړ تاسو وګورى په دې څو لسيزو کې پر پښتون قوم څومره ظلم او زياتى وشو.په نتيجه کې يې په زرګونو بې ګناه خلک په بمبارونو کې شهيدان او ژوبل شول بيا څنګه هغو ته چې زړورو او اتلو مجاهدينو تيښتې ته اړ باسلې دي.
کرزى په لومړى وار دمهاجرينو د رايو په برکت جمهور ريس و ټاکل شو دده د ناسمو پالسيو له وجې د پښتنو قومونو د شمنان سره اتحادي حکومت جوړ خپل صلاحيت پکې صلب او مهاجرو ته هېڅ خدمت ونه کړ ځکه چې دښمنانو د پښتنو اسلامي زور او قوت وليد يو نوع اختلافاتو باندې يې لاس پورې کړ
او ل د مهاجرينو برخه اخيستل يې په انتخاباتو کې ختم کړ
دوهم د مهاجرو ستنيدل خپل پلارني ټاټوبي ته د عزت سره . حکومت هغه کار شا واړوله او مشکلاتو کې خوشي کړل.
درېيم د افغانستان په نفوس شماري کې يې رانه وستل.
څلورم د اوسني رياست جمهوري ټاکنو کې يې محرومه کړل.
بيا څنګه دوى د لکهاوو شهيدانو يتيمانو کونډو معيبينو او مهاجرينو په نمايدګي کوي. د اسلام دشمنانو ته دا فرصت ورکوي چې غواړي ظلم او تيرى زموږ په ګران ولس باندې کړي او همدارنګه د يهوديت او عيسويت ته بلنه ورکوي.
لکه عبدالرحمن مرتد چې د مرتدى څخه وروسته اروپاته وتښتيده.
همداراز امريکا يا ناټو کوم افغان ووژني هغه د قصاص او افغان حکومت هغه څخه پوښتنه نشي کولاى حالانکه دا کار زموږ د خوږ دين اسلام او افغاني رواياتو خلاف کار دى هېڅ هغه قاتل ه به څوک څه نه وايي او مصون به وي پس افغانانو به لکهاوو شهيدان ددې لپاره ورکړي نه دي چې د شهيدانو ارزوګانو د پښو لاندې کړى شي
په لنډيز سره بايد وويل شي دداسې پيښې د رامنځ ته کېدو لپاره بايد له هوښيارو او زيرکو تجربه ناکو خلکو سره بايد مشوره و شي څو ټولنه هم د داسې خلکو هرکلى وکړي او ځانونه هم له پيغور څخه بچ کړي او هم د الله پاک په نزد سرلوړى ولاړ وي