بسم الله الرحمن الرحيم

 

اريا نا پښتو ادبي ټولنه

سرور خان سرور

 

د روانو لسيزو غميزو د ګران  هېواد په ولسونو ژبو داسې نادودي وکړي، چې وګړي يې تر تعصب او کرکې تر پولې ورسول . دغو ناغيړيو د قومونو ولسونو په ژبو ،ښوونې او روزنې هم بدې اغيزې وکړي. ولسونه يې په نورو هېوادونو کې د مساپرۍ ترخو شيبو تېرولو ته اړويستل د خپل هېواد د بيا رغونې ابادولو لپاره يې کډوال پښتانه اړ کړل ؛څو د خپل وران فرهنګ ځمکه ارته او جولۍ يې بډاينې ته وهڅوي په همدې تکل او هېله پرتو لروبرو پښتنو قومونو د خپلې ژبې د پرمختګ او ادب پاللو په عرض سيمه ييزې هلې ځلې پيل  او تر ډېره بريده يې مهمې او ګټورې لاسته راوړنې وکړي.

ټولنې ، غونډې کنفرانسونه ادبي او ټولينيز سمينارونه چاپي او غږيزې اليکترانيکي ادبي خپروني هغه هڅې دي چې پښتنه ټولنه يې سمون ته راښکله. دا هڅې له نن څخه دمخه د گوتو په شمير وي خو لله الحمد له نيکه مرغه دا لړۍ ډېره وغزيده او بريدونه يې ونړول .

د همدې نوښتونو په برکت ادبي خوځښت تردې ځاى راورسيد چې زموږ  پرديس وګړي او ټولنه ترې برخمه شوه او د اريانا پښتو ادبي ټولنې د فعاليت نوبت راورسيد.

په اسلامي او پښتنې دودونو تر قانون لاندې د ادب ځلونې په پموخه د نورو ټولنو سره څنګ په په څنګ اريانا پښتو ادبي ټولنه هم د خدمت لپاره تر نه ستړې کېدونکو هڅو ځلو د ځوان نسل پاللو ته مټي بډ و هلي دي.

اريانا پښتو ادبي ټولنه له نن څخه دولس کاله وړاندې د نوموتي ادبپال شخصيت ليکوال ښاغلي سيف الرحمن هاشمي په هڅو ځلو په کال 1379 لمريز د سنبلې په مياشت کې په فعاليت پيل وکړ. ارياناپښتو ادبي ټولنې په هغه مهال د يو ادبي، ښوونيز او روزنيز فعاليتونو سره يو ځاى تر ډېره بريده د هېواد فرهنګ او پښتنې ټولنې ته زيات خدمتونه تر سره کړل.

ادبي تنقيدي غونډې يې خپل هدف اومرام وو. له پرتو پښتون ميشتو پوهان،  علما، شاعران، ليکوال يې د عادي غونډو برخوال وو. ډېرو نالستو ته يې لوست وروښود او ډېرى د قلم خاوندان يې د شعر نثر او ژورناليزم تر ډګره ورسول.

لنډه داچې تر هغه دمه تردې دمه اريانا پښتو ادبي ټولنه په خپل تاريخي شاليد کې يواځينى ټولنه وه چې په کوهاټ کې يې فعاليت پيل کړ. او تر دې دمه يواځينى افغاني ټولنه ده چې د ګردو افغانانو قومي مشرانو او مخورينو له خوا  له ملاتړه برخمنه ده.

دا چې يو څه موده يې خپلې ناستې ځنډولې وي د ميشتو فرهنګپالو، ادبپالو او مشرانو په مشوره يې د بيا فعاليت تکل کړى دى.

لرې نه ده چې ډېر زر به يو ځل بيا د خپل اولس او ځوان نسل روزل په اسلامي او افغاني او پښتنه فضاء کې تر سره کړي  او دخپل وياړ هسکه شمله به لوړه وساتي .

لکه څنګه چې اريانا پښتو ادبي ټولنه يواځينى د ټولو افغانانو ټولنه ده همداسې به د تل لپاره په ګډه له خپل اولس سره په خپلواکه او ازاده فضا کې نه ستړې کېدونکي ادبي پروګرامونه دخپل  اولس سره په مشوره تر سره کوي. اريانا پښتو ادبي ټولنه د خپل هېواد او په ځانګړې  توګه د خپل فرهنګ او ژبي دفاع په ځان لازمي ګڼي . په دې لار کې به له هېڅ قسم سرښندنې څخه سرغړونه نه کوي تل به په قلم او ژبه د وطن او ژبي لپاره د الله د رضا په خاطر له نورو قومونو سره څنګ په څنګ د خدمت په درشل کې وي . اشاء الله تعالى

په همدې هېله