چې بې مينې يې جانان درسره نشته
ويره دا ده چې ايمان درسره نشته
چې بايللى دې زړګى تراوسه نه دى
نو ډاډه ګرځه تاوان درسره نشته
چې به يې زړونه كړل له ځان سره په مخه
ښكلې اوس هغه توپان درسره نشته
چې په خپله خاوره خپل ورور ته بلا يې
نو هيڅ فكر د افغان درسره نشته
ها د ګړدې سپوږمۍ عمر كې سعيده
هاغه نخښه د پېزوان درسره نشته
________ سعيد زابلى
24.06.2015
- سعيد زابلی/saeed zabulai
موږ د يو بل زړه ته نه يو رسېدلي
د هلمند سيمه، كلي، ګودرونه، چينې، ويالې او ګڼ شنه باغونه د يوه اوږده او تحميل شوي جنګ بې شمېره ترخې خاطرې لري، خو خداى پاك په دې خاوره يوه داسې ملاله ولوروله چې دا خاطرې يې يواځې، د دې تر پلو يا د هلمند تر كليو، ګودرونو، چينو، رڼو ويالو او شنو كروندو پورې...
28.06.2013
- سيد وارث حنيفي
...