د ښوونكي ورځ
نن د ښوونكي ورځ ده، سهار چې كله له كوره را ووتم د دفتر موټر ته انتظار وم چې دوه ګلالي د 6 كلونو په شاخوا كې زده كوونكي پر لاره روان و، له مصنوعي ګلونو جوړه يو د ګلو ګېډۍ يې په لاس كې بستۍ شاته، ښوونځي ته روان و، دوى خپل استاد ته د ښوونكې د ورځې په وياړ وړه تحفه له ځانه سره لېږدوله، زما په سترګو كې اوښكې وګرځېدې او لښكر خاطر يې را په زړه كړې.
اخوندزاده ګله ته ولې نه راځي، ټول همزولي دي ښوونځى وايي:
پلار مې اجازه نه راكوي.
زه ورته وايم ته غم مه كوه سر له سبا به راځي، ته خو ډېر ځېركه يې.
دا هغه جملې دي چې له نن څخه ۱۹ كاله وړاندې د هجرت پر مهال راته يوه استاد كړې وې( د استاد نوم ځكه نه يادوم د كومې بلا سيورى ورباندې ونه شي) او زه يې د مهاجرو په كېمپ كې له بې ځايه ګرځېدو د ښوونځۍ پر لور رهبري كړم.
استاد، جګه ونه، توره ګړده بګړۍ شمله د شاخواته پر اوږو خپره، د لستوڼي پټه(څنډه) درې ګوتې اړولې، غټې پايڅې، ګڼه يوموټ ژيره، لوى بريتونه، له جامو سره يو ډول جوړه كړې صدرۍ، د كاليو جوړ شابازي. (دا دلومړيو مجاهدينو د كاليو سټيل و).
دا نو هغه مهال و چې كميپونه خورا په درز كې و نارنجي ګاډيو چې موږ ورته بكتربنده ويلي، په غنمو او كانډايي غوړيو چې په لويو سپينو بېلرو كې به راتلل هره مياشت راتلې د مهاجرو ګوتې په غوړو كې وې، له وطنه به حال راغلى: (دوى وايي مهاجر دومره ماړه شوي دي چې غوړي د خونو پر بامونو اچوي، وايي چې په ژمي كې ونه څاڅي) كيمپونه په رش كش كې و د مجاهدينو چاپ مجلې، اخبارونه او فتواګانې چې د ليك په پاى كې به نومونه ليكل شوي بېرته خراب شوي و( حزبيانو به ويل، حركتيان چې امضا كوي نوم نويشته كړي بېرته يې خراب كړي) په دې كې د حركت يو لوى اخبار و، د شهادت په نوم هم كله كله څه راتلل، وروسته حركت دوه ځايه شو د ملانيسم ډله بېله جمعيت طالبا افغانستان بيا ځان ته مهالنۍ پاڼې چاپولې، زه په پنځم ټولګي كې وم، استاد به يې مطالعې ته هڅولو.موږ ته به يې ويل ادبي پاڼې يې ګورئ!
ښوونځي كې په سلګونو زده كوونكي و، خو په ټوليز ډول په كيمپ كې په لسګونو ښوونځي و، او زده كوونكي يې لسګونو زره ته رسېدل.
استاد به ويل: افغانستان تاسو ته سترګې په لاره ده ، دا تاسو زده كوونكي ياست چې د مجاهدينو له بري وروسته به پر لوړو دندو ياست، كله چې به مازيګر د جومات ته ولاړم د مازيګر له لمانځه وروسته به كليوال د ماښام تر لمانځه پورې د جومات څنګ ته د ماښام تر لمانځه پورې بانډار ګرم كړى و، تر ډېره د وطن او راشن په اړه خبرې ، خو په اوونۍ كې به څوځلې مكتبيان ياد شول او بيا به كليوالو د مكتب سرچينه كفر ته ورسوله، زه چې هغه مهال د لويانو په مخكې د خبرو نه وم، په دې پوهېدم چې زه هم مكتبي يم ، يو ډول شرم مې احساساوه.
كلونه تېرشول،زه دا دى، نه يوازې له هغه ټول ښوونځې، بلكې د هغه مهال د ګوتو په شمار زده كوونكى څخه يم چې لږه ترلږه مې څه وويل. نور زده كوونكي ، څوك په ايران كې مزدوري يا په نشو اخته شول، څوك په كراچي كې پلاستيكونه ټولوي، په سيند كې ويالې پاكوي، يا په نورو ښارونو كې څوك په شا پلنډې چلوي، څوك د غاړې پر سره توكي پلوري.
شپږ كاله وړاندې استاد په يو اوږده ليك كې راته ليكلي و، زه په خپل كلي كې په بزګرې بوخت يم. د قلم پر ځاى مې بېلچه په لاس كې ده. د وطن دې خداى مل شي، خير انقلاب خو د ككرو قصابه ده، ستا غږ كله كله له راډيو اوروم، داسې فكر كوم چې لږ ترلږه مې مسووليت ادا كړى دى. ځان سره ډېر پامه كوه.