س زابلی او م ياسين

 

د كور ګټه د لاهور ګټه

 

((هند ته چې تلم مېرمن مې له دوولوڼوسره چې یوه د څلورو اوبله د دریوکلونو وه، پرېښوودلې،اوس چې زه ۴۷ كله وروسته له مساپرۍ راغلی یم،  مېرمن خومې لاڅه چې دواړه لوڼې مې سپين سرې شوي دي))

 دا د يوه افغان مساپر له درده ډكه كېسه ده، د خلكو په غورو وغولېده اودهند هېواد ته يې د ډېرو پيسو په ګټلو پسې د سفر موزې په پښو كړې ،خو قسمت ورسره داسي لوبه وكړه، كه چرته بيا زلمي شي او هغه وخت ورباندې راشي هيڅ كله به بيا د مساپرۍ نوم په خوله وانه خلي.

 

د پكتيكا ولايت د يوسف خيلو ولسوالۍ  اوسېدونكى عبدالظاهر چې دا مهال د ۷۰ كلونو په عمر دى، ټوله ورځ غوړولي قرآن ته ناست وي او تلاوت كوي، خو له نن څخه ۴۸ كاله وړاندې، هغه مهال چې د ۲۲ كلونو په عمر  شوخ زلمى و، هند هېواد ته مساپر شو. له ۴۷ كاله مساپرۍ وروسته په داسې حال كې چې ځواني شوخي، ښكلا او وس يې له لاسه وركړى و، پر ملا كړوپ او عينكې پر سترګو  په رېږدېدلو ګامونو له اوږدې مساپرۍ كورته راستون شو.

 د عبدالظاهر ژوند ټوله تراژيدي ده او د هغه د كور په لېدو سړی له ورايه  پوهېدای شي چې د يوه غريب او بې وسه سړي كور دى، مګر دا به د چا زړه ته تېره شي چې يو څوك دې ۴۷ كاله په پيسو پسې ورک وي او له راتګ وروسته دې، كنډوالې ته په ورته كور کې ژوند وكړي. ځكه هغه بايد اوس رڼې مانۍ لرلی او یا رغولې وای، خو داسې ونه شول او عبدالظاهر هم مني چې د يو چا آزار و چې دى يې وكړاوه: ((۴۷ کاله ژوند په خوله یادېږي چې ما تېر کړ، هېڅ په لاس رانه غلل، په اخر کې مې ټول کاروبارهم ډوب شو او دا دی اوس سره له دې چې سپین ږیری شوی هم یم او دومره زیاته مساپري مې هم  وکړه، لا هم بې وزله یم، کېدای شي دا به خدای(ج)  د مېرمنې په حق نیولی یم.))

 عبدالظاهر په هند كې مزدوري پيل كړه: (( د ۲۲  کلونوبه وم چې د هندته ولاړم، هلته مې د هند په حیدرآباد ښار ((دکن)) کې واړول او د رختونو د خرڅولو کار و بار مې شروع كړ.))

 بوډا چې بالښت ته يې د مايوسۍ ډډه ووهله او عينكې يې پر سترګو كښته پورته كړې له ساړه اسويلي وروسته وويل: ((ماغوښتل زیاتې  زیاتې پيسې وګټم، خو زیات حرص ښه نه وي، سړی باید د  پيسو پیدا کولو ترڅنګ د ژوند نورو اړخونو ته هم پام وکړي، داسې نه لکه ما چې خپل ټول ارزښتمن ژوند په اوبو لاهو کړى، ما چې زیات حرص کاوه، نو څه مې ترې جوړ کړل؟ ۴۷ کاله ژوند په خوله یادېږي چې ما تېرکړى، هیڅ په لاس رانه غلل او په اخیر کې مې ټول کاروبارهم ډوب شو او دا دى په دوه لاسه دوه پښې راغلم.))

 

عبدالظاهر كه څه هم اوس پښېمانه دى، خو دا پښېماني يې ګټه نه لري، هغه د يوې پښتنې مېرمنې ټولې هغه هیلې چې د ځوانۍ په دوران كې د ښاديو او غمونو لپاره یې لري او پر مېړه تكيه كوي، له خاورو سره خاورې كړې دي.

 نه يوازې دې پښتنې دا غمونه ګاللي او د مېړه په نه شتون كې يې د خپلوانو لاسونو ته کتلي او د اخترونو ډېرې خوښۍ یې په اوښکو بدرګه کړې دي، بلكې ډېرې نورې پښتنې خویندې دا مهال په كورونو كې د مېړه په ژوند كونډې ناستې دي او له يوه خدايه ما سېوا بله هيڅ اثره او هیله نه لري.

 همدا اوس اوس د زابل، پكتيا، پكتيكا اوغزني ولايتونو ډېرى ځوانان په كلونو كلونو په پرديو هېوادونو كې په مزدورۍ او کار پسې ورك وي او خپلې كورنۍ يې تر شا پرېښې وي، خو په دې ټولو كې هند ايران او دوبۍ هغه سیمې دي چې ځوانان د پيسو ګټلو حرص ور اخلي او هلته په يوه ناپایه مساپرۍ اوړي او بيا هغه مهال كورونو ته ستنېږي چې اولادونه يې سپين ږيري او ټول وخت يې په غريبۍ او بې وسۍ كې تېر كړى وي.

 زياتره ځوانان د پيسو حريص تر دې سرحده ړانده كړي چې کله كور ته د راتګ نيت وكړي، په مغزو كې ډول ډول خيالونه وګرځي(هسې نه پيسې راتمامې شي) او بيا مساپرۍ ته زور وركړي، عبدالظاهر په همدې اړه وايي: (( په دغو ۴۷ کلونو کې مې له ۲۰ کلونو وروسته څوـ څو ځلې کور ته د راتلو نیت وکړ، بکسونه به مې وتړل، هرڅه به مې سم دم برابر کړل، خو بس نصیب او قسمت مې تړلی و.))

 مګر جالبه دا ده چې دغسې ځوانان دا فکر نه کوي چې پيسې آخر د څه لپاره دي؟ آیا د ژوند سکون او كه د لالهاندۍ لپاره؟ څوك چې د پيسو ګټلو لپاره اوږدې مساپرۍ ګالي او په كلونو كلونو له كور اولادونو او د هغوى له جوړ نا جوړه بې خبره وي او ماشومان یې د بل درګاه ته ګوري، نو آیا ویلای شئ چې دلته به د پيسو په ګټلو كې څه عزت پاتې شي؟ هسې خو دا متل هم بې ځايه نه دى ويل شوى(( د كورګټه د لاهور ګټه)) كه څوك په كور كې دومره څه پيدا كولى شي چې له خپلو اولادونو سره يې شپه په خوشحالۍ سبا كېږي، نو بيا څه ضرورت دى چې په كلونو كلونو په بل هېواد كې ورك وي او خپل كور ته پر داسې حال راستنېږي چې ۲۰ كلنه ناوې يې بوډۍ شوې وي او خپل اولادونه يې هيڅ داسې فكر نه شي كولى چې دا يې پلار دى، ځكه د دوى پلار خو مړ شوى دى، كه چېرې ژوندى واى، نو د دوى روزنه به يې كړې واى او د دوى په كوژدو او ودونو كې بې يې سلا مشورې كړې واى.

 ډېرې افغان مېرمنې د خپلو مړونو په مساپرۍ كې شپې سبا كوي او ځينې خو لا داسې دي چې د خپل مېړه د ژوند او مرګ له حاله هم بې خبره وي.

  كه ځينې زلميان مساپرۍ ته له دې كبله مټې رانغاړې چې خوارۍ او غرېبۍ پسې اخيستې دي، خو داسې ډېر ځوانان هم پيدا كېږي چې نه غريبان دي او نه هم بله بده ورپېښه ده، يوازې د ځوانۍ شوخې شيېبې يې له زغمه وتې وي او فكر كوي چې د ډېرو شتو خاوند به شي، عبدالظاهر هم  يو له هغو كسانو څخه دى چې ژوند يې ښه و خو بيا هم د مساپرۍ جامې اغوندي، ۲۰ كلنه مېرمن او دوه لوڼې شاته پرېږدې او ۴۷ كاله وروسته ورته راغبرګېږي: (( په هغه وخت کې چې ایله مې هغه د چا خبره شونډه شنه( توره) شوې وه، پلار مې کوژده راته وکړه، شاید هغه وخت به نو د څوارلسو کلونو وم، زموږ کورنۍ ډېره دینداره او درنه وه، له خپلو تربورونو او قومیانو سره مو په ډېره مینه خپل خوږ ژوند تېراوه او له خپله ژونده ډېر خوشحاله وم.))

 خو دا خوشحاله زلمى چې په مساپرۍ كې له ناخوالو سره مخ شوی، ډېرې کیسې لري او د همدې لپاره د ژوند کیسې ته حاضر شو چې نور یې له ویناوو او پېښو عبرت واخلي، هغه وايي: (( په پردي وطن کې د چا قدر نه وي او که ته څومره شریف ژوند هم وکړې، نو بیا به هم د شک په سترګه در ګوري، یو ځلې یې په هند کې د هېروینو د قاچاق په تور هم ونیولم او یوولس میاشتې مې هغه کېس( دوسیه) وچلاوه اوډېر یې ستومانه کړم.))

 هسې خو پښتنو پېغلو لا له وړاندې خپلو زلمو ته په جار ويلي:

 جانانه خپل وطن ته راشه

پردى وطن د زلمو قدر كموينه

 او يا

 مساپري سخته خواري ده

باران به اوري څوك به ځاى نه دركوينه

 خو درېغه چې زموږ د هېواد ډېرى ځوانان لا اوس هم د نړۍ هېوادونو ته مرګوني سفرونه كوي او خپلې درنې مېرمنې او د کورنۍ نور غړي تر شاه پرېږدي، خو آیا داسې فكر كوي چې څوك يې تر شا پاتې دي او كه نه؟

 مګر زر آفرین شه پر افغان با عزمه مېرمنو چې څو لسیزې د يو چا په انتظار په بشپړه ايماندارۍ تېرولى شي او پر دې خبره عبدالظاهر هم ګواهي وركوي: (( دا چې مېرمنه مې ځوانه پرېښې وه او اوس چې راغلم، نو هغه بیخي زړه شوې، دا حالت مې زیات ځوروي او ډېر پښېمانه یم، خو کور یې ودان له ما سره یې خپله پښتو پاللې، زه ورباندې ویاړم.)) خو ای د کیسې لوستونکو، آیا شونې ده چې (( خو کور یې ودان له ماسره یې خپله پښتو پاللې، زه ورباندې ویاړم؟)) په جملو دې د دغسې مېرمنو دردونه دوا شي!؟ ځواب به مو (( نه)) وي، خو دا به وایاست چې ټولې بدبختۍ د درې نيمو لسېزو جګړو او تاوتريخوالي له كبله رامنځته شوې دي، په دې بې چاره او یا هغه د چا خبره بې خاونده هېواد كې د ډېرو پيغلو او زلمو پر مقدسو او روا ارمانونو یې خاورې اړولې دي، دلته هرڅه د جنګ د لمبو خوراك شوي او لا خداى خبر چې د دې هېواد بچيان به ترڅو په دې ناپايه او نامعلومه جګړه كې سوځي او څو به خپلو وژل شويو آرمانونو ته اوښكې تويوي.

 عبدالظاهرچې په هره خبره كې يې له خپلې مساپرۍ د پېښمانۍ څرك لګېږي، د خپلې مساپرۍ پړه او ملامتي پر جګړو وراړوي: ((که مو چېرته په خپل هېواد كې جنګونه نه وای او دلته خلکو ته د کار کولو زمینه برابره وای، کارخانې وای، د نورو هېوادونو په څېرمو په خپل هېواد کې ښه کاروبار وای، زه او زما په شان نورهېوادوال به ولې د خپل سر په بدل قاچاقي سفرونو ته حاضرېدل.))