د ژوند كيسه/ ليكوال سعيد زابلى
مازيګرى ده ښېري مه كړه
عجيبه نجلۍ وه، والله كه مې ترمرګه هېره شي، خو د دښمنانو دې كور وران شي، زه يې د نشې په فتنه اخته كړم!
دا په نشه كې د يوه كس د نوې ځوانۍ د خاطرو خبره ده چې اوس په هغه وخت په سې لاسونه مروړي ، خو وخت هرڅه ترېنه اخيستي دي او يوازې يې په خورايو د روپو راټولولو او بيا هغوى ته د اور وركولو،لوګى كولو پر ډېران درولى دى.
په دې ورستيو كې ډېر ځوانان په زوره ورو نشو اخته دي چې په دې نشو كې يوه هم د هيروينو نشه ده چې د هېواد په لرو بر كې يې ډېرې ځوانۍ لكه د شمعې ويلې كړې دي او هغه افغانان چې له هېواده بهر په ايران او پاكستان كې اوسېږي، هم د دې نشې له تياره سيوري نه دي په امن كې.
عبدالله هم يو له دغو ځوانانو دى ، هغه چې كله څوك وويني، نو د سوال لاس ور ړاندې كړي او يوه نرمه ټپه هم ورسره ووايي:
مازيګرى دى ښېرې مه كړه
ته به د ناز ښېرې كوې رښتيا به شينه
دا خيرين ځوان چې درګرده ځان ګيروي او په كتو سره يې هرڅوك له ورايه پوهېږې چې په كومه غرقه نشه اخته دى، خو دا ځوان هم مني چې د پوډرو په څكولو روږدى دى: (( ډېر كلونه كېږي چې په دې نشه اخته يم.))
خو د پورته ټپې په ويلو سره يې زما په زړه كې لښكر خيالونه او فكرونه د ولاړو اوبو په څېر وبهول.
ما له ځانه سره ويل: (( دا ځوان لكه چې د كوم چا ازار اخيستى دى يا ورته چا ښېرا كړې ده چې په داسې غم يې اخته كړې ده، توبه خدايه.))
ځوان چې ښه رانږدې شو راسره ناست ملګري صادق ژړك چې همېشه د داسې خلكو د كيسو اورېدونكې دى ورپه سې ناره كړه عبدالله دلته راشه.
ځوان چې موږ ته وكتل پوى شو چې موږ يې غواړو او هغه چې تل د داسې وخت په تمه وي چې څوك لږ ورته وګوري او دى په منډه ځان ورورسوي، هغه چې تر موږه لا څو ګامه پاتې وو په چټكۍ سره وويل: (( راكى ځوانانو شل روپۍ كه شل نه وي چې بلا مو ووهي لس خو نو راكولى شئ.))
حيران پاتې شوم ، عجيبه سړى مې وليدى هم فقر كوي او هم پرېكړه: (( هرڅوك چې پيسې راكوي بايد يا لس وي او يا شل.))
سوال كوونكي داسې زړور نه وي، هغه تل په خواره خوله غوښتنه كوي، خو دا ځوان له نور سوالګرو سره په توپير كې دى او په زړورتيا وايي: (( راكه ځوانه شل كه شل نه وي چې بلا دې ووهې لس خو نو راكولى شې.))
او له دې خبرو وروسته په لوړ اوواز چې له خلكو په كې هيڅ شرم او ډار نه احساسوي، ټپه وايي او يا كاكړۍ غاړه چې په دې سره د خلكو پام نور هم ځان ته اړه وي او له دې خيرن ځوان سره يې په خبرو راولي.
زه درځم نيت مې دغه ده
ديد د خداى په اراده ده
دا ځوان خپل نوم عبدالله يادوي، سره له دې چې عبدالله اوس د ۳۵ كلونو په شاوخواكې دى او د ژوند زياته برخه يې د جنوبي پښتونخوا په ژوب كې تېره كړې، هغه چې په خوى خصلت كې نورو پوډريانو ته پاته كېږي، رېږدېدلې صورت ، خيرن مخ ، لاسونه او پښې، ويښتان سره نښتې،خو د خبرو انداز يې بيا داسې نه دى، سره له دې چې كله خبرې كوې اواز يې ريږد كوي، خو تر ډېره يې خبرې سمې او روانې وي.
هغه كيسه كوي، كور كې مې ډېرې كوترې ساتلې وې، نوى ځوان وم چې له ښوونځي به راغلم نو بام ته به پورته شوم او كوترې به مې هواته پرېښودې: (( واه واه يوه شنه او بله سپينه كوتره وه داسې مولاكونه بې يې وهل چې سړى به ورته حيران پاتې و، كله چې به ما شپليكى ورته وكړ، لكه شاهين له اسمانه به داسې په مولاكونو كږې وږې را روانې وې او ما ته بې يې ځان را روساوه، په ټوله كلي كې زما د كوترو كيسې كېدې او سارى يې نه و.))
عبدالله وايي: ((د كور څنګ ته مو يوه پېغله وه چې مينه مې ورسره پيدا شوه د ظالم لور ډېره ښايسته وه ، هغه سپينه كوتره چې تر هرڅه راباندې ګرانه وه، د هغې ورورته مې في سبيل الله وركړه، هغه څه خبرو چې د چا له سترګو يې راكوي.))
خو عبدالله له كوتربازى وروسته په كلي كې ځان ته د ځوانانو په منځ كې يو بانډ جوړه وي او تر وس لاندې كسانو باندې يو ډول غرور او بدمعاشي كوي.
دا نو هغه وخت دى چې عبدالله اتلس كلنۍ ته رسيږې او په غاړه كې د ملنګانو غوندي دانې ځوړنده وي او تر لاس زيړ ځنځير هم راتاوو وې او په تمامه مانا خلګو ته ښيي چې د ځوانۍ په خروش او جوش كې دى، خو خلك بيا فكر كوي چې دكلي ځوانان يې داسې بې لارې شوى دى چې نور يې نو نه پلار را ګرځولى شي او نه مور.
عبدالله دا مني چې په اوله ځوانۍ كې بې لارې شو او دا دى اوس د نشې پرسكروټو لكه سپيلنې داسې ښايسته ځواني لوګى كوي: (( په لارو كوڅو كې مې له ډېرو نورو هلكانو سره جنګونه او خاربازى وكړې، ځنځير به مې له ځانه سره ګرځاوه او څوك نرو چې زما مخه يې نېولې واى، په هغو شپو كې مې د ښمنان پيدا شو اول وار و چې ظالمانو په سګريټ څكولواموخته كړم.))
هغه زياتوي: (( وروسته مې له سګريټو د چرسو لوګى پر سږمو ډېر خوږ لګېدى او داسې ياران مې ملګري شول چې په خرپ يې چرس څكول او زه هم وروسره كښېوتم، نور نو زه هم لوى شويم وم د كور تر وس وتلى وم، چا راسره يوه دوې نه شوى كولى.))
عبدالله وايي چې وروسته وروسته يې د چرسو لوګي سره داسې عادت ونيوى چې هېڅ مزه يې نه وركوله او د نورو بې لارو ملګرو تشويق دې ته اړ كړ چې د پوډرو نشې ته مخه كړي چې دى وايي: (( اوس دادى په پوډرو اخته يم، نه د دين شوم نه دنيا))
عبدالله وايي چې د پلار مشر زوى و، د مور زارۍ عذر يې د ځوانۍ له مستيه منلو نه او پلار چې د ده دوهلو وس يې نه درلود راګرځولى نه شواى.
هغه مني چې كه په لومړي سر كې يو چا په يوه نه يو ډول له دې بې لارو ملګرو د ده مخ اړولى واى اوس به داسې نه و.
نوموړى وايي: (( څه ښه ګل ځواني مې وه، الله دې زما دښمنان تبا كړي، هغه وخت چې به ما هرڅو بد كار وكړ، دوى به ويل ياره عبدالله نو په علاقه كې سارى نه لري نر دى نر، زه به يې نور هم له حاله وايستم. ))
سره له دې چې عبدالله اوس پر خپلو كړو كارونو پښيمانه دى او د ځوانۍ په اول موسم كې د خپل كور يادونه كوي چې ښه ګوزاره يې كېدله اود ښه نوم خاوندان و، خو اوس دى ځان له هغو بېل ګڼي او وايي چې هغه اوس هم ښه دي: (( تبا خو زه شوم چې ټوله ورځ يا نشه يم او يا سوال كوم ، څه شو هغه زما غرور او هغه ځواني هى هى.))
عبدالله وايي، له كومې نجلۍ سره چې د ده مينه وه، كه چېرې دى پر بې لاريو نه واى سره شوې هم يې ورته مورو او پلار غوښته او هم هغوى وركوله ، خو د ځوانۍ په اول موسم كې چې ده كله په كلې كې جنګونه او بې لارۍ شروع كړې، نو د كور او كليوالو ټولو بد ترې راغلل او اوس چې په نشه اخته دى بېخي خپل كلي او علاقې ته تلى نه شي.
خو نه يواځې عبدالله په دې نشه كې راګير دى ډېر داسې ځوانان شته چې په دې ناوړه نشه كې راګير شوي دي او هرچيرته چې د خرابو اوبو پلونه وي دوى تر لاندې پراته او له ځان او جهانه نا خبر وي .
عبدالله له مايوسۍ څخه په ډكه لهجه وويل: (( ځوانه خداى دې وساته اوس له موږ سره يوازې د پوډرو غم دى، نور نو نه د كور غم شته،نه د جهان.))