و غم ته لته له خماره سره
ستورو ته ناست يم له سيتاره سره

دا نو قسمت دى د ګلونو پر ځاى
راځي جنګونه له بهاره سره

كه غواړې پاتې شې ژوندى تر ډېره
بيا نو ياري وكړه له داره سره

زما خاموشه زړګى شور پيدا كړي
ستا د بنګړو له شرنګهار سره

يارانو ولې پسپسى كولو
سعيد چې ناست وو له خپل ياره سره