مينا
نن په ښار كې يوه ښكلې
شوه زما له څنګه تېره
دخيال لاس مې پسې وغځېد ناڅاپه
ما وې كوم سخي ساقى دى
مينا ګرځوي په لاس كې
30.05.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
و غم ته لته له خماره سره ستورو ته ناست يم له سيتاره سره
دا نو قسمت دى د ګلونو پر ځاى راځي جنګونه له بهاره سره
كه غواړې پاتې شې ژوندى تر ډېره بيا نو ياري وكړه له داره سره
زما خاموشه زړګى شور پيدا كړي ستا د بنګړو له شرنګهار سره
يارانو ولې پسپسى كولو سعيد چې ناست وو له خپل ياره سره
...
30.05.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
نن
اې، دا ته څه كړې او څه وايي؟
چې له ځان سره بوڼېږې
لكه مچ لاسونه مروړې افسوس كاندې
خاطرو ته د ماضي دې پنا وړې
انځورونه دې پر ذهن بلا ګرځي
د سرو شونډو،شوخو مچو، خندا ګانو
دا دكوم زمان په لړو كې پنا يې
راشه كښېنه لېونيه!
بيا به دا وختونه غواړې
هلته وګوره لږ وړاندې
هغه پېغله درته څنګه په ناز خاندي
...