په بخښنې سره (ستورو ته ناست یم له سیتاره سره)بلاګ تر کار لاندې دی، ډیر ژر به له نویو شعرونو او لیکنو سره ستاسو پر مخ پرانیستل شي
له موږ سره اوسی
26.04.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
دا نجلۍ له ذات د ګله راته ښكاري
د وږمو د خم له تله راته ښكاري
يم كمرنګه ته وا نور دې ټوله وړى
ستوري ټوله اوس بې ځله راته ښكاري
ستا د زلفو د خوشبو حس په كې نشته
هوا هم اوس لږ بدله راته ښكاري
ته چې نه راځې نو مه راځه توكل دى
دا قسمت هم له ازله راته ښكاري
زه چې پټې كړمه سترګې څه تاثير دى
ستا د حسن ډيوه بله راته ښكاري
چې سعيد يې ستا په شونډو ګن...
30.05.2013
- سعيد زابلی/saeed zabulai
و غم ته لته له خماره سره ستورو ته ناست يم له سيتاره سره
دا نو قسمت دى د ګلونو پر ځاى راځي جنګونه له بهاره سره
كه غواړې پاتې شې ژوندى تر ډېره بيا نو ياري وكړه له داره سره
زما خاموشه زړګى شور پيدا كړي ستا د بنګړو له شرنګهار سره
يارانو ولې پسپسى كولو سعيد چې ناست وو له خپل ياره سره
...