پرست د فارسې کلمه ده معنا يې پرستش (عبادت ) ده ،لکه اتش پرست ، خداپرست

د اورعبادت او د خداى عبادت

اوس راځو قوم پرست ښکاره معنا يې د قوم عبادت ده

ستونزه داده چې پر دې سيمه( هند، افغانستان )  فارسي له اړتيا پرته واکمني کړى

خوکوم خلک چې داکلمه (قوم پرست ) کاروي ترې دا معنا نه اخلي ،

دوي دا( پرست)   د(پال)  پر معنا کاروي  لکه قوم پرست معنا قوم پال ، هېواد پرست  معنا هېواد پال ، وطن پرست  معنا وطن پال

په عربي ژبه کې د(رب) معنا  ده ، پالونکى

عربي ژبې  پوهان وايي  چې د (رب) دوې معناوې دي

يوې حقيقي او بله يې مجازي

درب  حقيقي معنا

رب يعنې حقيقي پالونکي  الله تعالى دى چې ټولو مخلوقاتو او کايناتو حقيقي پالونکي دى

دويم رب مجازي پالونکى

هغه د ماشوم مور پلار ، د يتيم بل ساتونکي او پالونکى ،  سپين ږيري  پالونکى زامن وي

قوم پرست ته په انگليسي کې نيشنليزم ، يا ناسوناليزم وايي  په پښتو کې ورته قومپال ،ټولنپال وايي

مانا يې د خپل  قوم ، يا ملت د حق د ترلاسه کېدا مبارزه ده

ايزم داړخ يا پلوۍ معنا لري  نيشنليزم معنا قوم پلوه   ، نه قوم عبادته

قوم پرست ته قوم دعبادت معنا ورکول دا گناه دفارسي ژبې ده  نه دپښتو يا بلې ژبې

يوه بله خبره

چې ژبه يواځې د پوهلو او پوهاوي وسيله ده اوبس

دا خبره دې سمه ده منم يې  خو انگليسي ژبه ، فرانسوي ژبه اونورې

خو پښتو ژبه له دې سره سره چې د پوهاوي راپوهاوي ژبه ده ، نورې ډيرې ځانگړتياوې هم لري  معنا پښتو يوازې د پوهلو او پوهاوي وسيله نه ده بلکې يوځانگړى قانون هم لري

که يو ناسم کار دى وکړ درته ويل کيږي ډير بې پښتو کار دى وکړ

خو دا درته  نه ويل کيږي  چې دپښتو له ژبې پرته دې دا کار وکړ

پاتې شوه دا خبره

نبي اکرم (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: لَيسَ مِنّاَ مَن دَعاَ اِلي عَصَبِيَّةِ وَلَيسَ مِنّاَ مَن قاَتَلَ عَصَبِيَّةً وَلَس َ مِنّاَ مَن ماَتَ عَلي عَصَبَيَّةِ (ابوداود). ژباړه: هغه څوک له مونږ څخه ندي چې خلک قوميت (قبیله، ژبه، سمت، رنګ… ) ته رابولي او هغه څوک له مونږ څخه نه دي چې په دغه منظور جګړه کوي او هغه څوک له مونږ څخه ندي چې په همدې مفکوره مړ شي.

دا حديث سم دى  خبره پرې نه کيږي،  خو ځينې خلک پرې نه پوهيږي

که چير ته ستا قوم  د يوبل قوم سره جگړه ،اختلاف يا د حق غوښتنې پر سره لانجه شي او ته ښه پوهيږي  دا زما قوم  سل پر سلو کې پر ناحقه دى  او بيا هم د خپل قوم پلوي کوي ، ورته جگړه کوې دا کار نارا دى

د خپل  قوم  داسې حق چې ته پرې پوهيږي چې  سل پر سلو کې زما قوم پر حقه دى  نو دې ته تعصب نه وايي  دا د خپل حق غوښتنه ده او دا لازمي او واجب ده