غزل
له زړه نه ووځي د وختونو هديرې ته لاړ شــــــــــي
درد هم بلا دى د بلاوو معشرې ته لاړ شـــــــــــــــي
هغه چې ځان ورته د بل د ځان په شان ښکاريــــــږي
هغه به څنګه د بل روح شي د بل خولې ته لاړ شـــي
وخته نو ولې پسې منډې وهې نه يې پــــــــــــريږدې
پريږده چې ځان وويني ځان کې اينې تــــــه لاړ شي
د مينې ښار کې دې د سولې مرغى نه مړه کـــــــيږي
ښکاري دې بل ځنګلي ښار قصاب خانې تـــه لاړ شي
هغه چې شور ورباندې ښه نه لګي ورځ دې پريږدي
هغه دې زما په شان بې شوره غوندې شپې تـه لاړ شي
عادل عزيزي
13.02.2013
- امیل همدرد
ما ستا سترګو ته کتلی
ستا په سترګو کې حيا وای
د دې ښار له شوره لرې
د ځنګل پاکه هوا وای
په دې يخ يخ شمالو کې...
13.02.2013
- امیل همدرد
د چاینا ډيلي ورځپاڼې د راپور له مخې د روسيې د علومو د اکاډيمي د فضايي تحقيقاتو موسسې دا عکسونه، چې په ۱۹۸۲ کې د پخواني شوروي اتحاد په دوره کې اخيستل شوي وو، څېړلي دي.
په دې عکسونو کې داسي شيان ښکاري لکه ژوي چې وي.
د عکسونو روسي څېړونکي په يوه مقاله کې، چې د شمسي منظومې د څېړنو په مجله کې خپره شوې، ليکلي: په عکسونو کې ليدل شوي اجرام ښورېدلي...