د زیږدو نیټه مې

کټ مټ د دې کلي د جنګ په شانې

راته معلومه نه ده

د ښوونځي لاره مې

په لوګو وموندله

اولومړنۍ زده کړې مې

د راکټونو د درزا په بدرګه کړي ديٍ

 

تر منځني ښوونځي

مې د ماینونو تر منځ لار وهلې

او لوړې زده کړې مې

د بل اسمان تر سیورې لاندې

پردو کوڅو کې کړي

 

ما بې کورۍ کې تجربه کړې ده

بې وطني مې فلسفه ده د ژوند

ما د کړاو او له دردونو څخه زده کړه کړې

تنها ژړا مې تجربه ده د ژوند

 

زما تاریخ هم ټول په وینو سور دی

زما کاري تجربې

ټولې تړلې له جګړو سره دي

 

ماته ژړا، لکه خندا داسې ده

زه مې د اوښکو په باران کې لویه

له ما نه مه غواړئ چې ښه اوسمه

د تش په نوم ملي غرور سندرې

هسې وایم

 

مورنۍ ژبه مې د ځان دښمنه

پردیو ژبو سره کار لرمه

خپل دین مذهب مې اوس

په خپله وژني

د بل مذهب سره روزګارلرمه

زما احساس هم اوس پردی احساس دی

د غم مضمون کی دوکتورا لرمه

زما نورحال بیا په ګمنامې پتې

له یوې ورکې پلورل شوې نجلۍ

او یوې بې وسه ځوریدلې مور نه

یتم خانې سره نږدې

او د کډوالو کمپ کې

له یوې کونډې واخلئ

 

زما اوس داسی پیغمبر پکار دی

چی سرتر پایه مې شهرت بدل کړي

له مرور ځان سره ما پخلا کړي

زما د ټول ژوند واقعیت بدل کړي

 

ماته ډیوه د معرفت بله کړي

زما د کرکې ذهنیت بدل کړي

ما له نړۍ سره په لار سمه کړي

زما د وینی بیه لږ لوړه کړي

زما له نومه د وحشت ټکي پاک کړې

زما له سترګو اوښکې بل ځای یوسي

او ماته وښيي چې

ژوند کی رڼا څنګه وي

ژوند کی ښکلا څنګه وي

ژوند کې خندا څنګه وي؟