د سبا د انقلاب دا زړي خــــــــــلــــــک

د دې وږو ولسونو غړي خلــــــــــــــک

يوڅو سپي ولس خواره دې ورته پريږده

هسې څه تړي د دار په پړي خـــــــــلک

د غربت تر تورو ليکولاندې پــــايـــــي

ستا دوير وچغ په غاړه ستړي خــــلــک

د تاريخ په هديرو کې به خښــــــيــــږي

ستا د تور سيلاب دا مړه راوړي خلــک

غزل

زما د زړه خبره کله د زړه سر ته رســـــــــــي

زه چې ګلاب وشيندم بوى يې بياهم  شر ته رسي
تر سترګو لاندې د راڼه ښار نندآره کوي څوک

يو ليونۍ له خپله درده دې جوهر ته رســـــــــي

زه د وجود هينداره پټه کړم چې نه ويني څوک

خو احساسات ترېنه راووځي او بهر ته رســـي

هغه چې خداى يادوي خداى ته کړي دمينې سجده

هغه به رسي نو ضرور حوض کوثر ته رســـي

د فريادنو انعکاس چې ترتا نه رســــــــــــــيږي

ستا دې خيرن وجدان نه رسي خو غر ته رسي