نن می د بی بی سی پښتو سروس په ویبپاڼه دمحترم ورور ګل رحمن عکس ولیده او داسی یوه طمع يی راکړه چې شاید د ګل رحمن د مرګ خبر دروغ شو خو چې په عکس می کلیک وکړ او ټول خبر می ولوست زوړ غم او درد يی بیا راتازه کړ او له انا لله واناالیه راجعون ویلو وروسته مې د وخت دفرعون پر ضد مي د یو څو لنډو جملو د لیکلو تکل او اراده وکړه له الله(ج) يي د اجر تمنا لرم او الله دی د نوموړی سپیڅلې شهادت قبول کړی،دزندان د هری ثانیې د تعذیب او شکنجې په بدل کې ستر ستر اجرونه ورته ورکړی او الله تعالی دی د محشر په سخته ورځ کې موږ د خپلو سپیڅلو شهداؤ په لیکو کې حساب کړی،زه د شهید ګل رحمن کورنی، د هغه له دوستانو،او همفکره لارویانو سره په دی ستر غم کې شریک یوو  او الله تعالی دی خپل رحم دده د کورنی او صغیرو اولادونو په حال کې شریک کړی(امین)

شهید ګل رحمن د لوګر ولایت د کلنګار د سیمې څخه و او د روسی یرغل په ضد يی د حزب اسلامی له جبهاتو سره کار پیل کړ او خپل مسلح او وسلوال مقاؤمت ته يی ادامه ورکړله،ګل رحمن شهید د ښو اخلاقو،استعداد،پوهې او لوړ شخصیت خاوند و،نوموړی له هر چا سره خوږ،حلیم او د یو ریښتوني مومن مسلمان په صفت چلند کولو،ګل رحمن د حزب اسلامی د لارښود محترم ورور انجنیر صاحب حکمتیار د ساتونکو په لیکه ورګډ شو او له خپل ځان يي د یو مومین،،صادق، اخلاصمند  مجاهد او زړور شصخصیت ثابت کړ او په اخر کې د حکمتیار صاحب د ساتوونکې ګارد د قومندانی تر حده ترفیع وکړه او د یو داسی شخصیت په لور يي وده وکړه چې د ډیرو سترو رازونو او د هیواد په سطه د ستر شخصیت او سترو شخصیتونو د ساتنی او ورسره د ناستی جوګه شو،شهید ګل رحمن د ژوند سطحه د هیواد د یو عادی بزګر او دهقان ته ورته و ،له لويي او تکبر سره بلکل نااشنا و او دا زده کړه يي له خپل مشر حکمتیار څخه اخیستې وه او د حکمتیار یوه ځانګړتیا همدا ده چې د مارکیټونو،قصرونو،اخری ماډل موټرو،دځمکو ،باغونو او بانکې حسابونو سره همرنګ او اشنا ندی ،زه حکمتیار صاحب له نږدی پیژنم دهغه ژوند،خوراک،څښاک،لباس او داسی نور ډیر زیات ساده،کلیوال او وطني و او د الله په نوم لوړه کووم چې زه دداسیې غرمه ناری شاهد یم چي په سپینه شګه کې د حکمتیار صاحب ددفتر په پخلنځې کې د نوموړی ساتونکوو دده د دفتر مسؤلینو ته لوبیا او وریځي او یا نور خواړه چې پاخه شول له همدی خوړو به دده کورته دننه هم همدا خواړه وړل کیدل او پخپله د نوموړی هم همدا خوراک و او د یوی بلی پیښې هم شاهد یم چې دده ددفتر ترڅنګ د والیبال میدان و او دده ساتونکوو به لوبه پکې کوله موږ د لوبي میدان کې وو چې حکمتیار صاحب راغې او عبدالصبور چې دده ددفتر سکرتر و او اوس په حق رسیدلی الله دی جنتونه ورکړی ښه شخصیت و نو حکمتیار ورته وویل چې بره د غره له اړخه د کور موټو زیم پیدا کړی او د کور لیمڅې يي په کوټو کې لامده کړی دی وطنداره ددی غم وکړه نو له همدی څخه موږ د شهید کل رحمن د ژوند او کړو وړو عکس تر لاسه کولې شو.

ګل رحمن د صدارت په لنډه دوره کې هم د صدارت د امنیت مسؤل و او ما نوموړی په اخری ځل د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته په خنجانو کې ولیده خو کله چې حکمتیار صاحب تهران کې استوګن و نو نوموړی هم په تهران کې ورسره استوګن و او په هغه وخت کي چې د ایران رژیم امریکا ته د حکمتیار د ورسپارلو وعده ورکړه خو په دریم لاس(شورای نظار) خو حکمتیارځان له دی جال څخه وویست په دی میاشتو کې ګل رحمن پیښور ته راغلې و. د سپتمبر ۲۰۰۱/۱۱ په وخت کې په اسلام اباد کې له ډاکتر غیرت بهیر سره و او کله چې د امریکا په حکم د پاکستان امنیتي ځواکونو ډاکتر بهیر په کور چاپه ووهله دواړه يي ونیول او له څو شپو توقیف وروسته يي د شورای نظار ته وسپارل چی څو میاشتی په پنجشر کې بندی او له هغي وروسته یي سی آی اي ته سپارلی وو.ویل کیږی چې شهید ګل رحمن هرډول شکنجه قبوله کړله خو د کوم راز اخیستو لپاره يي چي نوموړی دپاکستان له امنیتی ادارو په بیه اخیستی ووپه هغه هدف کې ناکام شول او له اوږدی ربړوؤنې او وهلو وروسته يي په سخت ژمی کې نوموړی د باندی یخې هوا ته لوڅ لغړ زوړند ګړی و او ټوله شپه ترینه وینه بهیدلی وه او وحشی او بی فرهنګه یرغلګر عسکر په خپلو ساعتیریو او د نورو بندیانو له شکنجې د خوند اخیستو په بانډار بوخت و او له دی سره د شهید کورنی،میرمن او معصوم بچیان د خپلې کورنی له سرپرست څخه محروم شول.د کورنی اقتصاد يي په صفر کې ضرب ده او ټول خپل تره ته ور له غاړی دی.

الله تعالی مهربان دی دا مظلومی وینی به د عدل او ازادی طوفان لا هم ګړندی کړی،دا وینی به رنګ راوړی او راوړی يي ده

شهیده ته له ټولو انسانی او نړیوالو فرمولونو برخلاف ونیول شوی،ته په جنګ کی نه وی ته غیر محارب وی ستا او ستا په څیر د نورو مظلومانو سپیڅلې وینی به د اومیدونو پسرلی راولیوااله دی ټول هغه ناولی لاسونه لنډ او بربنډ کړی چې د ډیموکراسی،ازادی او اسلام تر غولوونکی شعار او نامه لاندی د واک خوبونه وینی.

شهیده موږ دی پوروړی يوو  موږ دی پوروړی یوو.

                                                                                                            د سولى په هيله : نصرالله( احمدزى)