ضروري يادښت!
د نړۍ مختلفو اروپايي، امريکايي، پاکستاني، ايراني او عربي رسنيو د تلويزيون ورځپاڼو او مجلو له لارې د افغانستان د جهاد قايد او د حزب اسلامي افغانستان له مشر محترم انجنير حکمتيار سره مرکې کړي ا په سمدستي ډول يې نشر ته سپارلي. د امريکا او ناټو د يرغل په دې وروستيو کلونو کي – افغاني تلويزيونونو هم په داخل او خارج کي له محترم حکمتيار سره مرکې کړي او د هغه د جهاد او د اشغالگرو قواوو په مقابل کي د محترم انجنير حکمتيار نظريات او غوښتنې يې نړۍ والو ته رسولي دي، درې هفتې مخکې د شمشاد تلويزيون ادارې هم له محترم حکمتيار سره د مرکې سوالونه او ځوابونه DVD ترلاسه کړل او د خپرونو کلکه ژمنه يې هم کړې وه، متاسفانه له ډېر انتظار وروسته د حال په ژبه ځواب ترلاسه شو.
مونږ هم د شمشاد تلويزيون له محترمو کارکوونکو او د مرکې له سفارش کوونکو څخه مننه کوو ا و د هغوى د ستونزو له کبله د مرکې له ځنډېدو سره تفاهم لرو، هيله ده چې د مطبوعاتو او نشراتو په سطحه رابطه له مونږ سره ټينگه وساتي.
د حزب اسلامي افغانستان په ٤٤ کلنه اسلامي مبارزه کي ئې دنړۍ له دوه سترو مادي ځواکونو سره د جهاد او مبارزاتو افتخارات لرلي دي، په همدې اساس په زرگونو موافق او مخالف، دوستان غواړي د اخبار، تلويزيون، انترنت او د حزب اسلامي او نورو افغاني ويبپاڼو، فيس بوک او تويټر له لارې پوه شي چي اوس مهال د ناټو او امريکا د يرغلگرو سره په جگړه کي د بوخت حزب اسلامي اصولي غوښتنې، پيغام او نظريات څه دي؟!
نو دا تاسو او دا مرکه.
حکمتيار صاحب اسلام عليکم و...........
1ـــ لومړى خو له تاسو د زړه له کومي مننه کوم چي سره له ډېرو بوختياوو د خپل وخت يوه برخه شمشاد تلويزيون ته ځانګړې کړه.
خبرې ډېري دي خو وخت محدود دئ که ستاسو اجازه وي له مقدمې تېرېږو.
په دي وروستيو كي د حزب اسلامي د پلاوي او حکومت تر منځ څو څو ځلي مذاکرې او مقاطعې وشوې دليل ئې څه وو؟
ځواب: د مذاكراتو لړۍ هغه مهال پيل شوه چي متحده ايالاتو وويل: غواړو تر 2014 پوري خپل ځواكونه له افغانستان وباسو، تاسو پوهېږئ چي دا د مجاهدينو لومړنى او اساسي شرط او غوښتنه ده چي ټول بهرني ځواكونه دي زموږ له هېواده ووځي او افغانان دي پرېږدي چي خپل برخليك په خپله وټاكي او خپلي كورنۍ ستونزي په خپله حل كړي، گمان مو دا وو چي ښايي دوى به په خپل اعلان كي صادق وي، د كابل له ځينو چارواكو مو هم دا پيغامونه ترلاسه كړل چي د بهرنيو ځواكونو له بشپړ وتلو سره موافق دي، نو ځكه د مذاكراتو هغه لړۍ پيل شوه، خو وروسته دواړه لوري له خپلي خبري په شا شول، او دا گونكسې ئې خورې كړې چي تر 2014 وروسته به هم د متحده ايالاتو ځيني ځواكونه په افغانستان كي پاته وي، او دا هغه څه دي چي موږ ته په هيڅ توگه د منلو وړ نه دي، نو ځكه مو د مذاكراتو لړۍ قطع كړه.
2ــ اوس له افغان حکومت سره خبري رواني دي او يا د خبرو د نورو پړاوونو اراده شته او که نه ؟
ځواب: د كابل حكومت بې واكه دئ، واك ئې په بشپړه توگه د اشغالگرو ځواكونو په لاس كي دئ، هغوى د داسي مذاكراتو واك او اجازه نه وركوي چي رښتيني صلحي او د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتلو ته لار آواروي، نو ځكه اوس مذاكرات متوقف دي او تر هغه ئې د بيا پيل اراده نه لرو چي دغه اساسي شرط تأمين نه شي.
3ــ حزب اسلامي به د کومو غوښتنو په بدل كي سولې او خبرو اترو ته حاضر شي؟
ځواب: موږ دوه اساسي شرائط لرو: د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل او په خپلواك او آزاد افغانستان كي عادلانه انتخابات، كه مقابل لورى له دغو شرائطو سره توافق وكړي او په نورو اړوند مسائلو د مذاكراتو ضرورت احساس كړي نو له موږ به مثبت ځواب واوري.
4ـــ په داسي حال کي چي له افغان حکومت سره خبري نه کوئ د حزب اسلامي پلاوي د خپاره شويو راپورونو پر بنياد امريکي ته هم سفر کړي وو دا يو متضاد دريځ نه دئ او هم مهرباني وکړئ چي دغه سفر کله تر سره شوى او څه پايلي ئې درلودې؟
ځواب: د مقاطعې له ورځي تر نن پوري موږ له امريكايانو سره هيڅ ډول رسمي مذاكرات نه درلودل او د حزب اسلامي كوم رسمي پلاوي امريكا ته سفر نه دئ كړى.
5 ـــ هغه حزب اسلامي چي په کابل كي فعاليت لري يوازې د سولې او خبرو اترو لاره غوره ګڼي او د افغانستان له اوسني اساسي قانون ننګه کوي دغه راز په راتلونکو انتخاباتو کي دګډون تکل لري او هڅه کوي تر څو د حزب اسلامي وسلوال فعاليت هم پاي ته ورسوي ستاسو د دي ملګرو اراده به څومره ستاسو پر ارادې اغيزه ولري؟
ځواب: كه څوك له وسله وال مقاومت سره موافق نه وي، يا په خپل زړه او مټو كي دا همت او توان نه مومي چي د اشغالگرانو په ضد وسلې ته لاس كړي خو دا غواړي چي بهرني ځواكونه دي په بشپړه توگه ووځي او اشغال دي پاى ته ورسېږي، موږ ئې قدر كوو، خو له هغه چا كركه لرو چي د بهرنيو ځواكونو د حضور او د اشغال پر دوام ټينگار كوي، د دې پر ځاى چي له اشغالگرانو وغواړي زموږ له هېواد ووځي؛ مجاهدينو ته وايي چي دښمن ته تسليم شي او د اشغالگرانو په وړاندي خپله وسله پر زمكه كېږدي!! كه نن وطن پلورونكي كمونيستان او بې دين او بې هويت لنډغر غربپال دا خبره كوي له دوى سره ښايي، خو له هغه چا سره په هيڅ توگه نه ښايي چي ځان ته مسلمان وايي، زه هغه چا ته د يوه ذليل او بې ايمان انسان په سترگه گورم چي د اشغالگرانو ملگرتيا كوي او د اشغال پر دوام ټينگار كوي.
6 ــ دوى وايې چي په يو بل هيواد كي اوسيدل تاسې مجبوره کړي ياست چي خپله د زړه خبره واضحه نه کړئ داخبره څومره رښتيا ده ؟
ځواب: ما له هيڅ مسلمان افغان دا خبره نه ده اورېدلې، له داسي چا ئې د اورېدو هيڅ گمان نه كوم چي جهادي سابقه ولري، دا دروغجن تبليغات هغه څوك كوي چي څو تابعيته او گرين كارډونه لري، د اروپا او امريكا له هوټلونو او كابارو راغونډ كړى شوي او د افغانستان له اشغال وروسته كابل ته راوړل شوي او د قدرت په گدۍ كښېنول شوي، دوى نور په خپل ځان قياسوي، دا د سي آى اې د جواسيسو تبليغات دي، له يوې خوا پر موږ راكټي وروي او زموږ د ملگرو د وژل كېدو خبرونه خپروي، له بلي خوا زموږ په ضد عمليات ترسره كوي او زموږ د نيول كېدو او وژل كېدو راپورونه خپروي او له بلي خوا وايي موږ په بل هېواد كي اوسېږو؟ هغه كوم هېواد دئ چي موږ په كي اوسېږو؟ كوم هېواد دا جرأت لري چي موږ ته پناه راكړي؟ څوك موږ نه پرېږدي چي د خپل زړه خبره وكړو؟ زموږ د زړه خبره خو دا ده چي بهرني ځواكونه دي ووځي؛ آيا داسي هېواد په نظر درځي چي دريځ ئې همدا وي؟ آيا له ايران پرته بل داسي هېواد شته چي په رسمي او علني توگه ئې د بهرنيو ځواكونو د وتلو مطالبه كړې وي؟ ايران خو يوازي په وروستيو څو مياشتو كي دا خبره وكړه او هغه هم يوازي د دې لپاره چي له واشنگټن سره ئې مناسبات خړ پر شول.
7 ــ دوې ستاسو ډېر خواږه او نږدې ياران دي چي کلونه يي ستاسو سره يو ځاي په يو سنګر كي جنګيدلي دي ايا حزب اسلامي عملا تجزيه شوي او ستاسو دغه خواږه ياران اوس ستاسو پر خلاف دي؟
ځواب: زما خواږه ياران اوس هم له ما سره دي، شمېر ئې زيات شوى دئ خو كم شوى نه دئ، د چا ملگرتيا چي له موږ سره د ايمان او عقيدې ملگرتيا وه دا ملگرتيا به د ژوند تر وروستيو سلگيو دوام كوي، يوازي هغه څوك به د نيمي لاري ملگرى وي چي په خپلي ملگرتيا كي صادق او رښتينى نه وي. د حزب اسلامي تجزيه كول گران كار دئ، څوك چي له حزب اسلامي وځي يوازي به وځي، تش لاس به وځي، په حزب اسلامي او افغاني ټولني كي به خپل حيثيت او اعتبار له لاسه وركوي.
8 ــ په دي نږدې ورځو كي ستاسو له خوا يو پلاوې د ډاکټر غيرت بهير په مشر تابه د همدغه حزب اسلامي له غړو سره يو ځاي په جاپان كي د سولې په اړه خبرې اترې وکړې حزب اسلامي له دي خبرو نه څه غواړي؟
ځواب: د جاپان غونډه يوه څېړنيزه غونډه وه، په دې غونډي كي د حزب اسلامي، طالبانو او كابل حكومت پلاوو برخه اخيستې وه، د حزب اسلامي تمثيل يوازي د ډاكټر بهير له لوري شوى، زه خبر نه يم چي د حزب اسلامي په نامه دي كوم بل چا برخه اخيستې وي، د حزب اسلامي وفد د دې لپاره په دې غونډي كي برخه اخيستې وه چي خپل دريځ او د بحران د حل لاره نورو ته تشريح كړو.
9 ــ ستاسو د ګوند لخوا دځانوژونکو بريدونو په اړه هم بيلابيلې خبرې شوي دي غواړم څرګند يي کړي چي حزب اسلامي تر کومه بريده او په کومو حالاتو كي ځان وژونکې حملې مني؟
ځواب: د مهاجم او محارب دښمن په ضد هغه شهادت طلبانه عمليات چي د دښمن په ليكو كي مهم اهداف په نښه كړي او بې گناه خلكو ته تاوان ونه رسوې لوړ مقام لري او د داسي شهيد مقام تر بل هر شهيد لوړ دئ.
10ــ د کشمير خان وروستۍ څرګندوني تر کومه بريده ستاسو اود حزب اسلامي دريځ په ځان كي لري؟
ځواب: كشمير خان له ځوانۍ تر نن پوري د اسلام لپاره جنگېدلى، د كمونيستانو او روسانو په تېر جهاد كي ئې لوړ نوم او لويه ونډه وه او په روان جهاد كي هم لويه برخه لري، إن شاء الله د هغه وينا به تل همغه وي چي هر مسلمان او هر مجاهد ئې وايي.
11 ـــ تردي دمه څو څو ځلي د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ هم په بيلا بيلو ولايتونو كي سختي او خونړۍ نښتي شوې دي کيداي شي وواياست چي د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ اصلي ستونزه څه ده ايا دا هم د پخوانيو تنظيمي جګړو يو بل انځور دي؟
ځواب: دا نښتي د حزب اسلامي او طالبانو تر منځ نه دي، هيڅ مؤمن طالب به د حزب اسلامي له مجاهدينو سره ونه جنگېږي، موږ هر مجاهد ته د ورور او همسنگر په سترگه گورو، دا جگړي د سي آى اې په وينا د ملي امنيت رياست (مار) له لوري تنظيم شوې، اكمال او توجيه ئې د دوى له لوري كېږي، د هغو په لاس رامنځته كېږي چي د طالبانو په ليكو كي ننوتي.
12- د يوه اسلامي دولت رامنځته کېدل د طالبانو او حزب اسلامي شريک شعار دئ خو د دې دواړو په اړه مختلفي انګيرني وجود لري کيداي شي وواياست چي ستاسو او دطالبانو تر منځ په سياسي نظرياتو کي تر کومه بريده توپير ليدل کېږي .
ځواب: موږ او طالبان په دې اړه متفق يو چي بهرني ځواكونه دي له افغانستان ووځي، د هېواد ملي حاكميت، استقلال او خپلواكي دي تأمين شي، خو د اسلامي حكومت د څرنگوالي او دا چي څنگه به رامنځته كېږي او د ولس ونډه به د مشرتابه په انتخاب كي څومره او څنگه وي؛ ژور توپيرونه لرو، تفصيلات ئې زموږ له لوري اعلان شوي اساسي قانون او د طالبانو اساسي قانون كي لوستلى شئ، موږ هغه حكوت يو جابر حكومت گڼو چي د وسلې په زور پر مسلمانانو مسلط شي، يوازي هغه مشر شرعي مشر گڼو چي مسلمانان ئې په خپله خوښه او له جبر او اكراه پرته غوره كړي.
13ــ د وروستيو پاڅونونو په اړه چي له غزني ولايت نه پيل شوي دي ستاسو دريځ څه دي؟
14 ــ ستاسو قوتونه پاڅون کوونکو سره مرسته کوي داکار ستاسو په موافقه تر سره کېږي که هغوي اوس ستاسو امر نه مني؟
ځواب: په غزني يا د هېواد په بلي هري سيمي كي د هر هغه پاڅون ملاتړ كوو چي د اشغالگرانو او د دوى په لاس تپل شوي رژيم په ضد وي، د ظالمانو او مفسدينو په ضد وي، شعار ئې د هېواد آزادي او په خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت وي. د حزب اسلامي مجاهدين به هيڅكله د داسي حركت ملاتړ ونه كړي چي د اسلام او مسلمانانو په ضد وي او دښمن ته ئې گټه ورسېږي.
15 ــ داسې انګيرنې هم شته چي دغه پاڅونونه د ناټو، افغان حکومت او پاکستان شريکه پروژه ده غواړم ستاسو نظر په دي اړه معلوم کړم؟
ځواب: امريكايانو او انگرېزانو ځيني اربكيان په هليكوپترو كي شمال ته انتقال كړل، د طالب په نامه ئې داسي كارونه پرې وكړل چي مجاهدين پرې بدنام كړي او ولس د دوى په ضد وپاروي، په هلمند كي ئې همدا منصوبه درلوده، په ډېرو نورو ولايتونو كي ئې همدا كار وكړ، په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو او بازارونو كي چاودني، د نجونو مسمومول، د كلينيكونو او ښوونځيو په څېر د عامه تأسيساتو ورانول او دې ته ورته كارونه د سي آى اې په وينا او د ملي امنيت رياست (مار) له لوري ترسره كېږي.
16- افغان حکومت خو اوس تر دوه زره او پنځه ويشتم کاله پوري له امريکي سره ستراتيژيک تړون لري که تاسو له دي تړون سره توافق نه شي کولي بيا تر دوزره او پنځه ويشتم کاله پوري ستاسو سياست دجګړي ددوام سياسيت به وي ؟
ځواب: تر كله چي په افغانستان كي يو بهرنى فوځي وي زموږ جنگ به روان وي، جگړه يوازي هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي ټول بهرني ځواكونه ووځي او په خپلواك افغانستان كي منتخب اسلامي حكومت جوړ شي.
17- خپلو تجربو ته په کتني سره څومره باور لرئ چي دافغان حکومت مخالفين به وکړاي شي د جګړي له لاري دافغانستان ستونزه حل کړي که کومه بله بديله لاره هم شتون لري ؟
ځواب: د جگړي دوام او پاى د اشغالگرانو په لاس كي دئ، كه دوى ووځي جگړه پاى ته رسېږي، كه دوى د هېواد پر اشغال ټينگار كوي موږ د دوى په وړاندي د مقاومت له دوام پرته بل بديل او انتخاب نه لرو.
څو حقائق بايد هر څوك په پام كي ولري:
صلح او امنيت هغه مهال راتلى شي او جگړه پاى ته رسېدى شي چي بهرني ځواكونه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، څوك چي گمان كوي د بهرنيو ځواكونو په شتون كي به جگړه پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي، ځان غولوي او د نورو د غولولو هڅه كوي.
څوك چي گمان كوي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به د دوى لاسپوڅى نظام دوام وكړي، له تېرو ترخو تجربو ئې پند نه دئ اخيستى.
څوك چي گمان كوي دوى به داسي امنيتي ځواك جوړ كړى شي چي هېواد اداره كړي او د اشغالگرانو نيمگړى جنگي مأموريت بشپړ او مجاهدينو ته ماته وركړي، او گمان كوي چي اشغالگران به وتوانېږي يو مضبوط، ځواكمن او مقتدر حكومت جوړ كړي، دا كسان يقيناً چي سخت دوكه شوي، د ناټو له وتلو وروسته به د كابل لاس پوڅى حكومت او د پرديو په لاس روزل شوي امنيتي ځواكونه له همغه برخليك سره مخامخ كېږي چي د شوروي اتحاد په لاس تپل شوى حكومت او ذليل وطن پلورونكي كمونيستان ورسره مخامخ شول. هغه مفسد او لاس پوڅى نظام به څنگه دوام وكړي چي بانكونه ئې غارت كېږي، دولتي او شخصي زمكي د چارواكو له لوري غصب كېږي، چارواكي او كورنۍ ئې په مالي او اخلاقي فساد كي تر ستوني غرق دي، په ټولو فسادونو كي امريكايي جنرالان او د دوى غله افغان ملگري او چارواكي برابر شريك دي، دا مفسد نظام او مفسده اداره دوى پرافغانانو تپلي، دا مفسد چارواكي دوى د امريكا او اروپا له هوټلونو او كابارو راغونډ كړي افغانستان ته ئې راوړي او د اقتدار پر گدۍ ئې كښېنولي.
18-افغان حکومت او افغانان دپاکستان نيتونو او کړنو ته ددښمنانه حرکاتو په سترګه ګوري ستاسو په اند دپاکستان دريځ دافغانستان په اړه څنګه دريځ دي؟
ځواب: اصلي او لوى دښمن هغه دئ چي زموږ هېواد ئې اشغال كړى او هره ورځ په لسگونو مظلوم افغانان په خپلو وينو كي رغړوي، زموږ هر هغه گاونډى چي له اشغالگرانو سره مرسته كوي هغه په حقيقت كي له افغانانو سره دښمني كوي، ځيني ذليلي كړۍ د دې خلاف فكر كوي او وايي: كه پاكستان له امريكايانو سره ملگرتيا كوي نو د افغانانو دوست دئ كه نه نو دښمن دئ، دوى د واشنگټن دوست ته د دوست په سترگه گوري او دښمن ته د دښمن په سترگه!! زموږ دريځ دا دئ: كه پاكستان د واشنگټن له ملگرتيا لاس واخلي موږ ئې د دريځ درناوى او ستاينه كوو، دغه دريځ د ايران په اړه هم لرو او د بل هر گاونډي په اړه هم.
19- دافغانستان دسياست په ډګر کي به ستاسو بي وسلي سياسي مبارزه کله پيل شي.
ځواب: هغه مهال چي د جگړي عوامل له منځه ولاړ شي.
20- په افغانستان کي ګڼي مدني ټولني شتون لري چي بي له شکه پر ځينو ارزښتونو لکه دښځو حقوقو باندي ډير ټينګار لري غواړم ستاسو نظر هم په دي برخه کي څرکند شي.
ځواب: زه داسي كومه خپلواكه مدني ټولنه نه پېژنم چي د بهرنيو هېوادونو له لوري توجيه او تمويل نشي، د ډېرو مدني ټولنو توجيه او تمويل د اسرائيلو له لوري كېږي، په افغانستان كي هم او په نورو اسلامي هېوادو كي هم. د ځينو مدني ټولنو د چلوونكو له څېرو، حركاتو، لباس، سوابقو، ويناوو، افكارو او اخلاقو په څرگنده معلومېږي چي هم ئې اجندا پردۍ ده او هم ئې توجيه او تمويل د پرديو له لوري كېږي.
21- د افغان حکومت سياسي اپوزسيسيون ادعا لري چي حامد کرزي له طالبانو او حزب اسلامي سره ديوه نوي ايتلاف دجوړلو اراده لري دا خبره سمه ده؟
ځواب: په افغانستان كي په واقعي معنى سياسي اپوزيسيون نشته، تش په نامه ائتلافونه وخت ناوخت راڅرگند شوي، هغه هم د څو څېرو؛ نه د څو سياسي گوندونو، نه ئې اهداف مشخص دي، نه ملي اجندا لري او نه واضح او څرگنده تگلاره، د يوې ولسوالۍ له اوو څېرو پنځه تش په نامه گوندونه او درې ائتلافونه جوړ شوي، كله له حكومت سره وي او دفاع ترې كوي او كله وايستل شي او بيا امريكايانو ته وايي: موږ تر نورو ښه خدمت درته كولى شو، ښه درته جنگېدلى شو، ستاسو له دائمي حضور سره هم موافق يو او د افغانستان د تجزيې له منصوبې سره هم!!!
دا خوشې خبري دي چي حزب اسلامي او طالبان له كرزي سره ائتلافي حكومت جوړوي، كوم ساده انسان به اوس او په داسي حال كي دا اشتباه كوي چي د كابل حكومت جنازه د گور غاړي ته رسېدلې او د ښخېدو په حال كي ده، كوم شريف انسان به دې ته چمتو شي چي په دې گنده ډنډ كي ئې لمن داغجنه شي؟!!
22- آيا تاسو دا نه منئ چي د امريكايانو حضور افغانانو ته گټي هم درلودې؟
ځواب: د كابل چارواكي په پړسېدلو ستونو چيغي وهي او په وار وار دا ادعاء كوي چي د نړۍ د ډېرو هېوادونو مرستي ئې ترلاسه كړې، امريكا هم ورسره مرسته كوي او روسيه هم، سعودي هم او ايران هم، هند هم او پاكستان هم... له ډېرو هېوادو مو د مرستو ژمني ترلاسه كړې، سړكونه ئې راته جوړ كړل، ښوونځي او كلينيكونه ئې راته جوړ كړل، نن اتلس مليونه افغانان مبايلونه لري... د دوى په ځواب كي بايد ووايو:
دا مرستي ستاسو لپاره نه بلكي د مجاهدينو له كبله شوې، كه مجاهدين نه وى نو دغو هېوادونو به يو ډالر هم تاسو ته نه وو دركړى، نه به ئې يو كيلومتر سړك درته جوړ كړى وو، نه يو ښوونځى او نه يو كلينيك.
جنابانو! دا مرستي د افغانستان د آبادولو لپاره نه؛ بلكي د افغانانو د وژلو لپاره شوې، يو نيم لك افغانان پرې وژل شوي، د دې مرستو نوي سلنه پر جنگ لگېدلې دي، بېرته له افغانستان ايستل شوې، د امريكايي جنرالانو او د دوى د غلو افغاني ملگرو په جيب كي لوېدلي دي، آبله ورځ يوه ذليل چارواكي وويل: يوې شخصي مخابراتي ادارې لس كاله وړاندي په پنځه مليونه ډالر خپل كار پيل كړ او نن ئې پانگه څلور نيم سوه مليونه ډالر ده، پوښتنه كوو: دا پيسې ئې له كومه ترلاسه كړې؟ له مظلومو افغانانو كه له بل چا؟! ، كه دا اتلس مليونه مبايل هر يو په سل ډالره پلورل شوى وي معنى ئې دا ده چي اتلس سوه مليونه ډالر له افغانانو اخيستل شوي، كه د هر مبايل خاوند د ورځي يو ډالر دغو شبكو ته وركړي وي نو د ورځي اتلس مليونه، او د كال شپږ مليارد او څلور سوه اتيا مليون ډالر او په لسو كلونو كي څلور شپېته مليارده او اته سوه مليونه ډالر له افغانستان ايستل شوي، د رغوني كوم غولوونكي كارونه چي شوي دا هم د مجاهدينو په طفيل شوي، كه مجاهدين او د دوى مقاومت نه وى نو نه به دا مرستې وې او نه دا رغونه، دوى سړكونه د ځان لپاره جوړ كړي، نه د افغانانو لپاره، افغانان په خپلو سترگو گوري چي د دغو څو كيلومتره سړك كيفيت څنگه دئ، او د دوه درې كلونو په تېرېدو سره ئې نن وضعيت څنگه دئ، انگرېزانو د هند د اشغال په دوران كي له ممبي تر چمن او تورخم پوري څو زره ميله د رېل پټلۍ او خوا ته ئې پوخ سړك وغزولو چي آثار ئې تر نن پوري پاته دي، خو دا نه د هنديانو لپاره بلكي د انگرېزانو د استعماري موخو لپاره وو او په همغو پيسو ئې جوړ كړي چي له هند ئې ترلاسه كړې.
23ــ ډيره زياته مننه، که اخر كي تاسې کومه خاصه وينا لرئ مهرباني وکړئ:
په درنښت
محمد بشير هاتف
ځواب: زه افغان ولس ته يو پيام لرم: او هغه دا چي د يوه عمومي ملي پاڅون وخت رارسېدلى، ځان او خپل هېواد له دې دردوونكي حالت وژغورئ، په يوه لڼد عمومي پاڅون سره كولى شئ هم بهرني ځواكونه له هېواد وتلو ته اړ كړئ، هم دا مفسد وطن پلورونكى ذليل حكومت نسكور او د شر او فساد ځواكونو ټغر ټول كړئ، هم د خپلي خوښي نظام رامنځته كړئ او صالح مشران غوره كړئ، او جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوئ، كه د مصر او تونس خلك دا كار كولى شي آيا سرلوړي افغانان چي په يوې پېړۍ كي ئې دريو استعماري ځواكونو ته ماته وركړه دا كار نشي كولى؟!! يقيناً چي له مؤمنو افغانانو سره همدا ښايي.
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته