د محترم امير ورورحکمتيار پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم
اليس الله بکاف عبده ويخوفونک بالذين من دونه ومن يضلل الله فما له من هاد الزمر 36
گرانو هېوادوالو!
د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو!
وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو روژې، لمونځونه، طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره دي ستاسو نيكي هيلي ترسره كړي، د مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي جهادونه او سرښندني دي قبولي او د شهيدانو وارثينو ته دي اجر او صبر ورکړي، الله تعالى دي زموږ دښمنان له لا زياتي ماتي او ذلت سره مخامخ كړي، او زموږ راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگنده شوې دي او إن شاء الله رارسېدا ئې لري نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:
-
الحمد لله د روژې دا مياشت هم د تېرو په څېر له ډېرو بركتونو سره توأم وه، د سترو سترو برياوو او فتوحاتو زېري ئې له ځان سره درلودل، د دښمن د اعتراف له مخي سږ كال هره مياشت تر درې زره زيات بريدونه د دوى په ضد تر سره شوي او د روژې په دې مياشت كي د مجاهدينو پرله پسې بريدونه او د اشغالگرانو تلفات دومره زيات وو چي د اشغال په يولس كلن تېر تاريخ كي سابقه نه لري.
-
بايد ډاډه وو چي د الله تعالى نصرت او د بشپړي فتحي ورځ رانږدې شوې، د كابل مفسد او كرغېړن امريكايي نظام شړېدلى، اشغالگران د جنگ له دوام او گټلو مأيوس شوي، ځاني او مالي تلفات ئې هغي كچي ته رسېدلي چي مزيد زغمل ئې ورته گران شوي، يوازي د امريكا جنگي لگښت هر كال يو سل شل مليارډ ډالرو ته لوړ شوى، آبله ورځ د امريكا د سنا يوه غړي وويل چي ما تر نن پوري لسو زرو هغو كورنيو ته تسليت ليكونه لېږلي چي خپل عزيزان ئې د افغانستان په بېهوده جگړي كي وژل شوي يا ټپيان شوي. سپينه ماڼۍ د خپل ولس تر جدي فشار لاندي ده او له افغانستانه د عاجل وتلو مطالبه ترې كوي، د خلکو دې پوښتني ته د منلو وړ ځواب نه لري چي موږ ولي هلته جنگيږو او تر ننه مو له دې جگړي له تابوتونو پرته بل څه ترلاسه كړي؟؛ دې اوږده جنگ امريكا او اروپا له سخت مالي او سياسي بحرانونو سره مخامخ كړي، هيڅ لاسته راوړنه نه لري، د زخمي مار په څېر هري خوا خوله اچوي، كله په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وروي، كله په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني كوي، كله د ښوونځيو نجوني مسموموي، كله د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كوي چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته لاس غزوي او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ملا تړي خو هيڅ په لاس نه ورځي. زموږ مؤمن او هوښيار ولس ښه پوهېږي چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس. دا او دې ته ورته كارونه د سي آى اې په وينا او د ملي امنيت رياست (مار) له لوري ترسره كېږي.
-
إن شاء الله اشغالگران به وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، د دوى ذليلو ملگرو ته وايو: توبه وكړئ، خداى ته مخه كړئ، د خپل ملت غېږي ته راوگرځئ، خپله توره سابقه جبران كړئ، له خپل تندي د غلامۍ تور داغونه پاك كړئ، د اشغالگرانو لمن پر