په نصرت مينه کې د ٤شنبې په شپه د ځوانانو،محصلينو،او د دينې علومو طلبه، د آمريت لخوا د استقبال رمضان تر عنوان لاندى يوه پرتمينه غونډه جوړه شوه. نوموړى غونډه چې پکې د حزب اسلامي افغانستان مشرانو،سپين ږيرو،علماءو، او ځوانانو برخه اخېستى وه د حضرت عبدالرحمن بن عوف په مسجد کې د ماخوستن په ٩:٣٠ بجو د قاري اسامه په تلاوت سره پېل شوه چې د نوموړى غونډى وياندوى چارې محترم ورور: شبيراحمد (احمديار) پر مخ بيولى د تلاوت څخه وروسته د هيواد جيد عالم او د حزب اسلامي افغانستان د ښوونې او روزنې رئيس قاضي صېب: محمودالحسن (جاهد) د اړونده موضوع په اړه د غونډى ګډونوالو ته خپله وينا واوروله او داسې يې وويل: د رمضان د مياشتې په رارسيدو اسمان ،رحمت،او جنت دروازې خلاصېږي او د انسانانو ستر دوښمن شيطان عليه اللعنت تړل کيږي د رمضان مياشت د انسان د پاره د ګناهونو د بښلو او مغفرت مياشت ده. که وغواړو چې په دي مياشت کې د شيطان د تاثيراتو څخه ځانونه خلاص کړو لومړى بايد ورځني اعمال صحيح کړو داسې نه چې صرف په روژه کې بلکه په ټول کال کې ځانونه الله (ج) ته مطيع کړو. اخلاص په ټولو عملونو کې ستر رول لري که چېرى هم ډير کوچنى عمل وي خو په اخلاص سره وي هغه الله(ج) ته ارزښت لري که چېرى څومره لوى عمل يې کړى وي خو اخلاص پکې نه وي نو الله(ج) ته څه ارزښت نه لري. راځۍ چې دين صحيح زده کړو که چېرى په دين باندى صحيح پوه نشو نو په عمل کې به کوم خوند نه و ي نن ورځ د نړۍ ټول کفري ځواکونه يو بل ته لاسونه سره ورکړي او هغه کس او ډله چې د الله(ج) د دين د افامى لپاره کار کوي هغه هيڅکله هم نشي تحمل کولاى . نن ورځ د نړۍ لوى اقتصاد په اسلحه جوړولو کې په مصرف رسيږي او د هغه مقصد هم دا وي چې بايد دمسلمان په ضد وکارول شي . اوس د نجات لاره څه ده؟ د نجات لاره يواځنۍ لاره همدا ده چې خپل روحيات او معنويات قوي کړو صحابه کرام (رض) دومره د خپلو روحياتو د قوي کولو لپاره کار کولو چې په روژه کې هم جنګيدل تر څو چې روحيات يې قوي وي لکه: غزوه بدر چې په همدى مياشت کې ترسره شوى ده. قاضي صېب زياته کړه: راځۍ د خپلو مسلمانانو ورونو منافع وګټو د مسلمان مشکل خپل مشکل وګڼو او واقعا په اسلام ځانونه پوه کړو. همدا راز قاضي صېب وويل: نن د نړۍ پر مختللى ټکنالوژۍ او تخنيک د کفارو سره دى راځۍ چې مونږ دا ثابته کړو چې د هغوى ټکنالوژي او تخنيک د يوى سوکالۍ ټولنى متضمن نه دى او نشي کولاى چې د يوى ټولنې اساس ستونزي حل کړي د ټولنې د فلاح او نيکمرغۍ لپاره اسلام ځانګړى پېغام لري د هغوى ټکنالوژي خو يواځى د دهشتګردۍ لپاره استعماليږي. ورپسې ورور معراج الحسن(جاهد) د غونډى حاضرينو ته يو انقلابي شعر وړاندى کړ ، د نوموړى نه وروسته ډاکټر عبدالواحد(هلال) د غونډى حاضرينو ته خپله وينا واوروله داسې يې وويل: په روژه کې د انسانانو نفسونه تزکيه کيږي او همدا روژه چې انسانان د عروج مراتبو ته رسوي او ررژه د معنويت په لحاظ هم انسانانو ته روحي تربيت ورکوي، الله(ج) دى مياشت ته ځانګړي برکات په برخه کړى دي . په دى مياشت کې مسلمانانو ته ډير فتوحات هم ورپه برخه شوى دي لکه: د بدر د سرنوشت سازه غزا، د مکې لويه فتحه،او داسې نور........ عظيم الشان قران پکې نازل شوى دي ، د روژې يوه بله اهمه ګټه دا ده چې مسلمانان د يو بل دحل څخه خبريږي خصوصا اغنيا د فقرا او مسکينانو د حال څخه خبريږي. همدا روژه ده چې انسان ته عاطفه ورکوي انسان ته سخاوت ورپه برخه کوي . د ياونې وړده چې په نوموړى غونډه کې د حزب اسلامي افغانستان مشرانو او ځوانانو برخه اخيستى وه او د غونډى خصوصي ميلمانه وه هر يو: قاري يوسف( بغلاني). مولوي شمس الرحمن )دانشيار) قاضي صېب عبد الله قوماندان صېب عزت الله او مولانا فضل الرحمن (منيب). د غونډى د نظم چارې د خالد بن وليد (رض)د حلقې مسئولينو هر يو:محمد حامد (احمديار) لطف الرحمن (هلال) عبدالرحمن (احمدي) نسيم ګل او عبدالحکيم (سجاد) سمبالولى. او د نوموړى غونډى عمومي اهتمام د امريت مالي مسئول ذبيح الله (الکوزى). ) د ځوانانو د اسلامي تنظيم مدير قاري سميع الله (خليل ، او د محصلينو نماينده قاري ضياالرحمن په غاړه وى.
نوموړى پروګرام د شپې په ١١:٣٠ بجو د حزب اسلامي افغانستان د امنيتي خدماتو رئيس الحاج دوست محمد په دعا سره پاى ته ورسيدو.