د استاذ غلام محمد نيازي دفکري مکتب دوه لويې ځانګړنې
ليکوال: زاهد جلالي
د استاذ صقر هغه خبره مې تل په غوږو کې طنين کوي، چې ويل يې، حسن البنا ته مې وويل، ولې دې ډېر کتابونه نه دي ليکلي؟ حسن البنا ورته په ځواب کې ويلي وو، زه اوس انسانان ليکم، دوى دې بيا کتابونه ليکي!
رښتيا هم هغه په خپل لنډ عمر کې داسې کسان تربيه کړل، چې د استاذ محمد عماره خبره په ژوند کې يې برکت په ډېره ښه بڼه ښکاره کېږي. هغه داسې کسان وروزل، چې د هغه دعوت او د ويښتابه فکر يې تر ننه په خپلو ځانونو او ينو ځلانده وساته. همدا لامل و، چې مصري ټولنه او ټوله نړۍ يې په دغه فکر خړوبه کړه.
د سيد قطب هغه وينا مې هم هېره نه ده، چې استاذ عبدالفتاح اسماعيل ته يې ويل، زه ستاسو د فکري روزنې لپاره کتابونه ليکم، ځکه مخکې تر دې چې ستاسو فکر جوړ شوى وي، انقلاب نه شي راوستل کېدى. او که راشي هم ممکنه نه ده، چې بريالى شي. همدا وه چې هغه د خپل فکر د نشر لپاره پنډ پنډ کتابونه وليکل. داسې کتابونه چې تر ننه يې لارويان ترې د هغه فکر درک کوي.
دا دوه پورتنۍ خاطرې چې رايادېږي، ډېر افسوس راځي، چې نه زموږ د اسلامي نهضت بنسټګر، شهيد استاذ غلام محمد نيازي داسې کسان وروزل، چې هغوى د ده د فکر د خپراوي لپاره کتابونه وليکي او يا په خپلو مواقفو د ده فکر تعبير کړي، څو راتلونکى نسل د ده له فکره خبر شي. او نه د داسې کتابونو ليکلو ته پاتې شو، چې خپل ملي-اسلامي فکر، داسې فکر چې د حل عاقلانه لار وه، راتلونکي نسل ته ور وروسوي. خو هغه ځينې داسې مواقف لري، چې د هغه د فکري مکتب لورى ترې څه نا څه ښکاره کېږي.
د افغانستان په اسلامي نهضت دومره ژر امتحان راغى چې حتى نهضت د خپل ذاتي تکوين مرحله هم پاى ته نه وه رسولې، نهضت لا د يو نسل د تربيې مرحله هم پاى ته نه وه رسولې، چې له حکومت سره لاس او ګرېوان شو. همدا علت دى، چې نن هر يو د نهضت تاريخ په خپله خوښه څرخوي او يا چې څنګه غواړي، د استاذ غلام محمد نيازي فکر او نهضت هماغه ډول خلکو ته تعبير کوي.
ځينې ليبرال ليکوالان را پاڅي او د نهضت پاک احساسات خلکو ته غلط تعبيروي. هغوى نهضتيان د پردي فکر لارويان بولي. په داسې حال کې چې هغوى په افغانستان کې، چې ملت يې شديداً مذهبي دى، اسلامي ويښتابه پر مخ بېوه. هغوى د افغان سيد جمال الدين د مهاجر فکر د بېرته راوړلو او تجديد هڅې کولې. هغوى نه يوازې دا چې خلک خپل ديني مسئوليت ته متوجه کول، بلکې خلکو ته يې سياسي پوهه هم ورکوله. د اسلامي نهضت ځوانان د افغانستان له ملته پورته شوي خلک وو او د دوى د کلتور د تجديد لپاره يې هڅې کولې. نن دا د ډېرې حيرانتيا خبره ده، هغه خلک چې ځان د افغاني فرهنګ د خوندي ساتلو مدعيان بولي (په حقيقت کې د هغوى د فرهنګ اساس له منځه وړي).
زما په هغې ليکنې چې د استاذ غلام محمد نيازي په اړه مې کړې وه، يوې وېبپاڼې داسې يادونه کړې وه، (که څه هم د مرحوم غلام محمد نیازي له پاتې انډویوالانو خلک ښې خاطرې نه لري خو د ښاغلي جلالي په شان یوشمېر کسان وايي چې نیازی صاحب ښه سړی و او که ژوندی پاتې شوی و ښايي د خپلو ملګرو په شان یې د افراط او تشدد لاره نه وای غوره کړې.). زه وايم، هغه چا چې د نيازي صاحب په هيلو پښه کېښوده، اړينه نه ده چې تر تله دې نهضتي وي! په افغانستان کې هر هغه څوک چې د اسلام لپاره کار کوي او ورسره ملي منافع په نظر کې نيسي، د نهضت لاروي او د استاذ غلام محمد نيازي فکري شاګرد بلل کېږي، اړينه نه ده چې هغه د نهضت په تاسيس کې برخه اخيستې وي او يا د نيازي صاحب د مستقيمو شاګردانو څخه وي.
هغه چې ځان (روڼ اندي) بولي، وايي افغانستان ته د محمد ظاهرشاه د نظام له نړېدو سره دوه باندنۍ نظريې راغلې؛ کمونيستانو مارکسيزم راوړ او نهضتيانو اخوانېزم(!) دوى بيا ادعا کوي، چې نه بايد کمونيزم پسې ولاړ شو او نه هم اخوانېزم پسې، ځکه دا دوه پردي فکرونه وو! نه موږ افغانستان کې ((افغانيزم)) ته اړتيا لرو!
د تنوير دغه مدعيانو دا هېره کړې، چې د نهضتيانو فکر په افغانستان کې نوى او پردى فکر نه و. دا د کمونيزم فکر نه و، چې د افغانستان په څېر مذهب پاله ټولنه کې به يې ويل، (دين د خلکو په منځ کې د اپيم حيثيت لري او دا بايد داسې له منځه يوړل شي، لکه فقر او تروريزم)). اسلامي نهضت چې په راس کې يې شهيد غلام محمد نيازى و، افغاني ټولنې ته يې هغه فکر راوړى و، چې د افغانانو له فرهنګ سره يې اړخ لګاوه، هغه د افغان سيد جمال الدين فکر ته په خپل هېواد کې رشد ورکاوه، داسې فکر چې افغانان يې د اوچت ساتلو لپاره د سر قربانۍ ته هم تيار وو.
هغه څوک چې ادعا کوي چې غواړي په افغانستان کې ملي وحدت ته ترقي ورکړي، ارامي راولي، افغانستان د پرمختللو هېوادونو په کتار کې راولي او افغانان خوښ کړي، بايد د شهيد پوهاند نيازي فکر ته کار وکړي څو د هغه فکر په خلکو کې عام کړي.
لکه څنګه چې مخکې مو يادونه وکړه، اسلامي نهضت او استاذ نيازی دې ته پاتې نه شول چې خپل فکر په خلکو کې عام کړي، ملت په خپل فکر وپوهوي، بيا پرې امتحان راشي، مګر هغوى ډېر بې وخته په سخت امتحان کې ګير شول. استاذ غلام محمد نيازي او فکري دوستانو يې چې د خپل فکر په اړه په هغه وخت کې څه ليکلي وو، په چپي حکومتونو کې پاتې نه شول، دغه حکومتونو چې څه ليدل، سوځول به يې، همدا وه چې د استاذ نيازي ځينې کتابونه وسوځېدل او د وخت په مجلو کې ځينې مقالې تري تم شوې. همدا علت دى چې هر څوک هر ډول غواړي خلکو ته دا ارزښتناک شخصيت هماغسې ور پېژني. حتى ځينې خو شهيد استاذ نيازى د نهضت رهبر هم نه بولي!! وايي، چې د حکومت يو مامور و او د هغوى په خوښه يې فعاليتونه کول! دوى غواړي په دې افترا سره تاريخ مسخره کړي! دوی هغه مشهوره مقوله هېره کړې ده، چې که ته تاریخ په ګولۍ وولې، تاریخ تا په توپ ولي!
له يادو مشکلاتو سره سره ما هڅه کړې د استاذ نيازي له مواقفو د هغه فکر استنباط کړم. زما له نظره د استاذ نيازي فکر دغه دوه لويې ځانګړنې او صفتونه لرل:
١. وسطيت (منځلاري):
اسلام يو وسطي دين دى (انا جعلنا کم امتاً وسطاً) خو د دغه وسطيت درک آسانه نه دى. متاسفانه ډېر خلک اسلام يوازې د اخرت او سختۍ دين ګڼي. خو استاذ نيازي په هغه موسسه کې لوړې زده کړې کړې وې، چې د اسلام د وسطيت تعبيرونکې او منبر ګڼل کېږي، څو پېړۍ دغې موسسې اسلام ته خدمت کړى او دغه ځانګړنه يې ساتلې. استاذ نيازي د مرحوم مراغي او شيخ شلتوت له مدرسې د وسطيت درس اخيستى و.
په وروستيو کې چې زموږ جهاد خپله ثمره له لاسه ورکړه، يو علت يې همدا و، چې دغه ځانګړنه پکې له منځه تللې وه. د وسطيت ځاى افراط نيولى و. او له دغه افراط سره ځان غوښتنې، د نيازي صاحب هيلې او هم افغانستان تباه کړ.
د افغانستان د اسلامي نهضت مخکښ غړي، استاذ محمد زمان مزمل راته وويل، کله چې مرحوم داوود کودتا وکړه، استاد غلام محمد نيازي ويل، ښه فرصت دى، چې موږ حکومت ته ځان نږدې کړو، د دې لپاره موږ بايد داوود خان ته مبارکي ورکړو، خو ځينو نورو د بې تجربه ګۍ او اخلاص له امله شديد مخالفت کاوه.
هغوى ويل چې داوود خان له کمونيستانو سره نږدې دى او د هغوى په مرسته يې کودتا را منځ ته کړې، خو ده به ورته ويل، چې موږ له دې لارې کولى شو ځان داوود خان ته نږدې کړو، بيا په آسانۍ سره کولى شو، خپل افکار په خلکو کې عام کړو، خو متاسفانه دا کار ونشو.
که څه هم ډېر د وسطيت په معنى نه دي پوهېدلي، فکر کوي، چې وسطيت يوازې تساهل دى، خو داسې نه ده. وسطيت د دوو افراطي او تفريطي افکارو څخه جوړ شوى درېيم فکر دى، چې د دواړو اطرافو سره موافقتونه او مخالفتونه لري. د وسطيت په ځاى کې له نرمۍ کار اخلي او د شدت په ځاى کې جدي دي.
په داسې حال کې چې په هغه وخت کې په افغانستان کې د کمونيزم فکر په خلکو کې ښه په توندۍ خپرېده، خو استاد نيازي د صنف په منځ کې خپل شاګردان ويښول. تر دې چې زنداني او بيا شهيد شو.
٢. تربيه:
استاد نيازى په دې باور و، چې لومړى موږ بايد خپل نسل تربيه کړ، بيا د تطبيق مرحله پيل کړو. هغه د محصلينو د فکر د جوړولو لپاره د شرعياتو په نامه يوه خپرونه تاسيس کړه. او خپله يې هم په بېلا بېلو ورځپاڼو کې مختلفې ليکنې کولې. شپون صاحب د استاد نيازي د زيرکۍ په هکله راته (په فیسبوک کې) وويل، موږ (ملګري ملتونه) غوښتل څه ليکنې له عربي پښتو ته وژباړو، چا راته وويل، د استاد نيازي او استاد رباني په نامه دوه کسه ښايي د دې کار وړ کسان وي، ځکه هغوى له ازهره فارغ شوي دي او په عربۍ ښه برلاسي دي. موږ له هغوى سره اړيکه ټينګه کړه، بيا مو امتحاني ليکنې ورکړې، چې څنګه يې ژباړي، کتل مو د استاد نيازي ژباړه ډېره ښه وه، موږ هم هغه انتخاب کړ؛ خو هغه په کوم خارجي سفر روان و، په دغه کار کې يې له موږ سره همکاري و نه کړى شوه.
شهيد پوهاند نيازي د محصلينو د تربيې لپاره مختلف کتابونه چاپ کړل، څو هغوى ويښ کړي، چې دوست او دښمن وپېژني.
استاد غلام محمد نيازي غوښتل، د نهضت غړي بهرنيو هېوادونو ته ولېږي، چې فکري او علمي پانګه يې له نورو ښه وي، څو په راتلونکي کې هم خپل ملت ته خدمت وکړي او هم اسلام ته. ښاغلى استاد محمد زمان مزمل په دې هکله وايي،( هېواد کې په ښو درجو فارغانو ته بورسونه راغلي وو، له استاد نيازي سره دا فکر وو، چې د نهضت غړي په دغو بورسونو بهر ته واستوي. زه هم دغو بورسونو کې خارج ته تلم، خو چې د بورس د کار د خلاصولو لپاره به اړوند وزارت ته لاړم، نو هلته به کمونيستو مامورينو زموږ لپاره خنډونه جوړول. استاد غلام محمد نيازي به په وار وار ورته تيليفونونه کول او د بورسونو د کار د خلاصولو لپاره به يې پرې ټينګار کاوه، تر دې چې مامورينو به فرياد کاوه، ويل به يې، د نيازي له ډېرو تيليفونونو په تنګ راغلي يو).
مزمل صاحب زياتوي:( ښه مې په ياد دي، چې يو ورځ د شرعياتو پوهنځي پوړو کې پورته ختم، چې د پوهنځي رئيس، نيازی صاحب په مخ راغى، پرته له دې چې زه ورسره پخوانى تعارف ولرم، پر ما يې غږ وکړ، د بورسونو کار مو کوم ځاى ته ورسېد، ما هم ورته جريان ووايه، راته يې وويل، هر چېرته چې مو کار ځنډېده ما ته وايه، زه وپوهېدم، چې د اسلامي نهضت د پټو اړيکو له لارې يې پېژندلى يم، ځکه يې راباندې غږ وکړ، زه اوس پوهېږم، چې د اسلامي نهضت په کارونو کې د دغه استاد څومره لاس و).
پورتنۍ کيسه نه دا چې د استاد نيازي د تربيې اړخ ته مې متوجه کوي، مګر د دغه فکر د راس (حسن البنا) هغه کيسه يادوي، چې استاد سيسي ليکي، يو ورځ حسن البنا بل ولايت ته د کانفرانس په موخه ولاړ، هلته چې يې د اخوان له خدمتي ځوانانو سره روغبړ کاوه، پرته له دې چې ورسره پخوانى تعارف ولري، يا يې بل چېرته ليدلي وي، هر يوه ته يې خپل نوم ياداوه. هغوى هم حيران وو، وروسته معلومه شوه، چې استاد حسن البنا په خپل دفتر کې د دوى د کارت د لاسليک کولو په وخت کې عکسونه کتلي و، او همالته يې د دوى نومونه زده کړي وو!
استاد نيازي هم په خپل نهضتي جال ټول ځوانان پرته له دې چې دوى خبر وي، پېژندلي وو. د ځوانانو د روزنې لپاره د استاد تربيتي حلقې هم نوى او مهم ګام و، چې استاد د ځوانانو د ښې او سالمې تربيې لپاره جوړې کړې وې.
په هغه وخت کې د کانکو په امتحان کې د اسلامي موادو دننه کول هم د استاد نيازي له شهکاريو او ابتکاراتو څخه دي.
استاد د ځوانانو د سياسي روزنې ته هم توجه کوله، چې د د اسلامي نهضت د مخکښ ځوان، شهید عبدالرحيم نيازي صاحب جنازه له هند نه راوړل کېده، استاد ځوانان هڅول څو هوايي ډګر ته ورشي، او د هغه جسد په مظاهرو استقبال کړي. همدغه بوختياوې وې، چې استاد به ټوله ورځ بهر تېروله او د زوى (محمد عظيم نيازى) خبره، کله به داسې هم وشوه، چې د شپې ناوخته به کورته راته.
د اسلامي فکر دښمنان په دې پوهېدل چې نيازى صاحب د استادۍ په دغه مقدسه دنده کې کولى شي ډېر خلک خصوصاً ځوانان خپل نهضت کې راغونډ کړي، همدا علت و، چې د ډېرو لوړو پوستونو وړانديز يې ورته وکړ، خو استاد ټولو پوستونو ته په استادۍ ترجيح ورکاوه. هغوى د دې لپاره چې ده ته غير مستقيمه جزا ورکړي، د پوهنځي له رياسته يې وويسته، خو استاد بيا هم استادي پرې نه ښوده او د يوه عادي استاد په توګه يې خپله دنده سرته رسوله، څو د محصلينو له تربيې لرې نه شي.
څرنګه چې مو په پيل کې يادونه وکړه، د لوى استاد نيازي صاحب کتابونه، مقالې او موقفونه نن په خلکو کې عام نه دي، ځکه خو موږ هم د هغه په فکر او فکري روزنه کې دوه لويو صفتونو او ځانګړنو ته اشاره وکړه.