د استاذ نیازي د شخصيت په هکله يوه خاطره
محترم قاضي صاحب شير محمد دې الله ژوندى لري، د استاذ نيازي په هکله يې را ته په يوه غير رسمي مرکه کې وويل:
استاذ غلام محمد نيازى عجيب شخصيت او بېلګه قايد و. کله چې به يې خبرې کولې په خلکو به يې تاثير کاوه، ويده به يې ويښاوه. د هغه د قيادت او رهبرۍ کې خداى يو لوى رعب ايښى و، کله چې به د پوهنتون به رسمي غونډو کې ناست و، کمونستو استادانو به د دې لپاره چې نيازى صاحب ناست دى، ويل به يې چې زه لمونځ کوم او روژه نيسم څو استاد نيازي ته ځان مسلمان ښکاره کړي.

ښايي دا خاطره ځينو ته هسې يوه کيسه ښکاره شي، خو زه يې ډېر متاثر کړم، ځکه په موږ کې داسې څوک نشته چې خلک په غونډو کې د هغه له ډاره خپلې د زړه خبرې ونشي کړاى. زه ډيري وينم چې ځان جهادوال بولي خو په غونډو کې خلک پرې تمسخر کوي او دى حتى دا تمسخر ځوابوى هم نشي، دا خو لا پرېږده چې په خلکو يې رعب وي.
ريښتيا چې شهيد استاذ عبقري شخصيت او حقيقي مشر و، الله دې جنتونه ځاى کړي.
12.06.2012
- پوهاند شهيد غلام محمد نيازى
غلام محمد بندي دى!
ليکوال: عبد الفتاح جواد
كيداى شي له ځينو سره د هغه كلاسيك او بې خونده اختلاف له امله چې د اسلامي نهضت د ژونديو خلكو تر مينځ پدې خبره راغلى چې د اسلامي نهضت بنسټ پوهاند غلام محمد نيازي ايښى دى او كه شهيد استاد عبدالرحيم نيازي؟ دا سوال پيدا شي چې ولې پدې ليكنه كې د شهيد پوهاند غلام محمد نيازي په اړه ډير څه ليكل شوي دي او د نورو په اړه لږ؟ پدې اړه بايد له لومړي سر نه دا سپيناوى وكړم چې مونږ ته دحق دغه ټول لارويان او د اسلام...
20.06.2012
- پوهاند شهيد غلام محمد نيازى
د استاذ غلام محمد نيازي دفکري مکتب دوه لويې ځانګړنې
ليکوال: زاهد جلالي
د استاذ صقر هغه خبره مې تل په غوږو کې طنين کوي، چې ويل يې، حسن البنا ته مې وويل، ولې دې ډېر کتابونه نه دي ليکلي؟ حسن البنا ورته په ځواب کې ويلي وو، زه اوس انسانان ليکم، دوى دې بيا کتابونه ليکي!
رښتيا هم هغه په خپل لنډ عمر کې داسې کسان تربيه کړل، چې د استاذ محمد عماره خبره په ژوند کې يې برکت په ډېره ښه بڼه ښکاره کېږي. هغه داسې کسان وروزل، چې د ه...