غلام محمد بندي دى!

ليکوال: عبد الفتاح جواد

كيداى شي له ځينو سره د هغه كلاسيك او بې خونده اختلاف له امله چې د اسلامي نهضت د ژونديو خلكو تر مينځ پدې خبره راغلى چې د اسلامي نهضت بنسټ پوهاند غلام محمد نيازي ايښى دى او كه شهيد استاد عبدالرحيم نيازي؟ دا سوال پيدا شي چې ولې پدې ليكنه كې د شهيد پوهاند غلام محمد نيازي په اړه ډير څه ليكل شوي دي او د نورو په اړه لږ؟ پدې اړه بايد له لومړي سر نه دا سپيناوى وكړم چې مونږ ته دحق دغه ټول لارويان او د اسلامي نهضت دغه ټول شهيدان ديوه سر دوه سترګې دي، هيڅ كله هم ديوه په اړه څه ليكل دا معنا نلري چې ګواكې د هغه نوروسره مينه  نلرو، بلكې تل مو دغه هيله لرلې ده چې كاشكې د ټولو په اړه مو كافي معلومات درلودلى چې د يوې تاريخي موسوعې په بڼه مو تاريخ ته سپارلي واى، د شهيد استاد عبدالرحيم نيازي په اړه مې څو اونۍ وړاندې په فارياب كې د جمعيت اصلاح د غړي ډاكتربسم الله قانت نه پوښتنه وكړه چې د استاد له كورنۍ نه څوك پيژني او دهغه د علمي او دعوتي بوختياوو او دندو په اړه څه معلومات لري، نوهغه راته وويل، يوازې يو وراره يې (عبد الله نيازى) پيژنم چې په فارياب كې استاد دى، ما ورسره په كلكه مطرح كړه چې بايد له نوموړي سره قوي او ژورې اړيكې ټينګې كړو، ځكه چې د شهيد استاد عبدالرحيم نيازي پر مونږ باندې غټ احسان دى او كه ددوى قربانۍ نه واى نو نن به مونږ هم  د اسلام د سمې پيژند ګلوۍ نه محروم وو، او اوس به هم خبره په هماغه ځاى پاتې وه چې د ښوونځي د دينياتو استاد به په يوه سينما كې ټكټونه خرڅول.

 زه نه پوهيدم چې د شهيد استاد غلام محمد نيازي خاطرات او يادونه ولې د كابل ښار د سيلو په دريم سرك باندې د (آغا صاحب) په جومات كې چې اوس ورته د (خالد بن وليد رضى الله عنه جومات) وايي، را په ياد شول، هغه مهال چې زه او د جمعيت اصلاح غړى حاجي صاحب شيرمحمد چې د لوګر ولايت اوسيدونكى دى او د داوودخان د حكومت پرمهال د كابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصل وو او بيا يې په سعودي عربستان كې درسونه تكميل كړل، د يوه كار لپاره دغه جومات ته لاړو او هلته په تاكاوي كې ناست وو په ناڅاپي توګه او له مقدمې پرته د شهيد پوهاند نيازي يادونه مينځ ته راغله نو هغه هم راته د شهيد پوهاند څه جالب او دردوونكي خاطرات بيان كړل (وروسته پوه شوم چې دغه جومات به هم هغه مهال د اسلامي نهضت د غړو د فعاليتونو لپاره يو مركز وو).

 

د پوهاند نيازي لنډه پيژندنه:

 

پوهاند غلام محمد نيازي په 1311 ه ل كال د غزني ولايت د اندړو د رحيم خيلو په كلي كې نړۍ ته سترګې پرانستې، متوسطې او ثانوي زده كړې يې د ابوحنيفه عالي مدرسه كې سرته ورسولې او بيا د لوړو زده كړو په موخه د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ او لسانس او ماستري سندونه يې په شرعياتو كې له همدغه پوهنتون څخه ترلاسه كړه، په مصر كې د اخوان المسلمين له فكر نه متاثر شو او له نوموړې ډلې سره  يې اړيكې پيدا كړې، كله چې كابل ته را وګرځيد نو د همدغه فكر د خپراوي لپاره يې هڅې پيل كړې، كه څه هم چې واكمن، نظام نيازي صاحب ته چې لوړ تحصيلي اسناد يې لرل د مهمو دولتي پوستونو او دندو وړانديز وكړ اما هغه د شرعياتو په پوهنځي كې د تدريس دنده غوره كړه ترڅو لدې لارې وكولى شي د ملت بچيان په اسلامي اصيل فكر وروزي او په هيواد كې د روزل شويو ځوانانو نه يوه فعاله دعوتي هسته او ډله جوړه كړي، د استاد شاګردان وايي چې هغه به په ټولګي كې د علمي موضوعاتو له وړاندې كولو سره سره د مسلمانانو په ناوړه حالت او ضعف باندې هم غږيده او د واكمنو نظامونو د استبداد او د اسلامي خوځښتونو سره د هغوى د ناوړه چلند نه به يې سر ټكاوه، دغه راز به يې د داسلام د دښمنانو د دسيسو او پلانونو نه هم خبرې كولې چې د مسلمانانو د تضعيف او كمزوري كولو لپاره يې وخت په وخت په لاره اچولي دي، كله به يې هم چې د اخوان المسلين يادونه كوله نو سترګې به يې له اوښكو نه ډكې شوې او ددغې ډلې د افرادو د اخلاص، قربانۍ او د اسلام په لار كې د تكليفونو او زحمتونو له ګاللو نه به يې يادونه او ستاينه كوله.

 استاد نيازى د1352 ل كال د ثور مياشت په 14 نيټه د جمعې په شپه د يو شمير نورو تحريكي وروڼو سره ونيول او بندي شو چې په زندان كې په ډيره ناوړه  توګه تر تعذيب لاندې وو خو له خپل او سپنيز عزم او پخې ارادې نه يو انچ هم شاته نه لاړ، استاد به د تعذيب او شكنجې په ځواب كې هماغه د حضرت يعقوب عليه السلام وينا كوله، چې قرآن يې رانقلوي او وايي(انما اشكو بثى و حزنى الى الله و اعلم من الله مالاتعلمون).

 د ثور د كرغيړنې كودتا وروسته نوموړى د وخت د جلادانو لخوا يوه نامعلوم لوري ته يوړل شو چې د مړي او ژوندي معلومات يې ونشو خو څرګنده ده چې دغو انسان خورو به نوموړى د نورو نهضتي ملګرو سره په شهادت رسولى وي.

 

خاطري او يادونه:

 

حاجي صاحب شير محمد وايي: يوه ورځ د كابل پوهنتون شرعياتو پوهنځي مخې ته كمونستانو مظاهره او لاريون درلود او د خپل ګوند او فكر بيرغونه يې اوچت كړي وو او شعارونه يې وركول، مونږ په ټولګي كې ناست وو، چې ناڅاپه استاد پوهاند نيازى راننووت او د راتلو سره سم يې دروازه بيرته په زور سره بنده كړه، مونږ هك پك شو چې نوموړي ولې داسې وكړل، هغه په ټولګي كې ښكته او پورته ولاړ او بيا يې په ډيره تونده لهجه وپوښتل: تاسې د څه لپاره دلته راغلي ياست؟ څه غواړئ؟ مونږ ټول غلي ناست وو هيچا هم ځواب ورنكړ، بيا يې وويل: تاسې ددې لپاره شرعياتو ته  راغلي ياست چې درسونه وواياست او بيا چيرته قاضيان وټاكل شئ، لوړ لوړ معاشونه واخلئ؟ ښه پوه شئ چې والله كه رانه قاضيان شئ! ولې تاسې نه اورئ او نه وينئ؟ دغلته بهر څه روان دي؟ دغه څوك دي چې لاريون يې كړى؟ دغه خلك  څه غواړي؟ او بيا يې د كمونستانو د فكر او فعاليت په اړه وينا وكړه، تردې وړاندې مونږ بيخي ويده وو او د شهيد پوهاند له دغې وينا او دغه چلند سره راويښ او بيداره شو.

 

غلام چيرته دى؟

 

حاجي صاحب  زياتوي: زه په سعودي عربستان كې يوه پوهنتون كې محصل وم چې په افغانستان باندې روسانو تيرى وكړ، نو يو مصرى استاد ټولګي ته  راغى او چې زما لونګۍ يې وليده نو رانه ويې پوښتل: د كوم ځاى يې؟ ما ورته  ځواب وركړ: زه د افغانستان يم! هغه سمد لاسه بله پوښتنه وكړه: غلام چيرته دى؟ ما ورته وويل: كوم غلام؟ هغه وويل: غلام محمد نيازى؟ ما ورته ځواب وركړ: هغه حكومت نيولى او بندي دى! استاد سمدلاسه وويل: الحمد لله !، زه حيران او خفه شوم، چې استاد څنګه او ولې الحمد لله وويل، نو پوښتنه مې وكړه، هغه را ته وويل: كله چې اسراييلو په مصر او نورو عربي هيوادونو بريد وكړ او د سينا ټاپو يې ونيو، غلام محمد نيازى هغه مهال په ازهر پوهنتون كې محصل وو او زه پرې استاد وم نو هره ورځ به يې په ټولګي كې راسره مناقشه او بحث كاوه، او ويل به يې چې ((استاده! په تاسې عربانو كې غيرت نشته چې اسرائيلو مو ځمكه ونيوله او تاسې ژوندي ګرځئ!)) نو اوس چې ما واوريدل چې افغانستان هم روسانو ونيو نو ما غوښتل د نيازي  په اړه معلومات  وكړم چې چيرته دى ؟ خو چې خبر شوم چې بندي دى نو پوه شوم چې دغه غيرتي انسان لا وار دمخه د روسي لاسوهنو سره د مبارزې په ډګر كې زندان ته تللى ځكه مې الحمد لله وويل، (دغه مهال يوازې د نيازي صاحب د بندي كيدو نه خبر وم).

 دهيواد نامتو سياستپوه او ليكوال استاد محمد زمان مزمل وايي: د شرعياتو پوهنځي ته يو شمير بورسونه راغلي وو څو هغه د ديني مدرسو نه ممتاز او په ښه نمره فارغان له هيواد نه بهر خپلې زده كړې پوره كړي، نو د اسلامي نهضت د سرلارو او مخكښانو سره دا فكر وو چې بايد د نهضت ملګري په دغو بورسونو باندې واستول شي، نو د كابل عربي دارالعلوم نه زه پوهنځي ته راغلى وم، خو چې د بورس د كار خلاصولو او پرمخ بيولو لباره به اړوند وزارت ته لاړم نو هلته به كمونستو مامورينو زمونږ د كار په وړاندې خنډونه جوړول، استاد غلام محمد نيازي به مسلسل ټليفونونه ورته كول او د  بورسونو د كارونو د خلاصولو په اړه به يې ورباندې ټينګار درلود، تردې چې هلته په وزارت كې ناستو مامورينو به فرياد كاوه اوويل به يې: د نيازي د ډيرو تليفونونو نه په عذاب يو.

 مزمل صاحب زياتوي((زما ښه په ياد دي چې يوه ورځ د شرعياتو پوهنځي په زينو كې پورته كيدلم چې پوهاند نيازى د شرعياتو پوهنځي رئيس په مخه راغى نو پرته  لدې چې زه  ورسره له پخوانى تعارف او پيژندګلوي ولرم ده پرما غږ وكړ ((د بورسونو كار مو كوم ځاى ته ورسيده، ما هم ورته جريان ووايه نو راته يې وويل: هرچيرته مو چې كار ځنډيده و ماته يادونه كوه)) زه پوه شوم چې د اسلامي نهضت د پټو اړيكو له لارې يې پيژندلى يم نو ځكه يې راباندې غږ وكړ، او زه اوس پوهيږم چې د اسلامي نهضت په كارونو كې  ددغه استاد څومره لاس وو.

 حاجي صاحب شيرمحمد يوه بله صحنه هم زمونږ مخې ته ږدي او وايي چې: يوه ورځ د شرعياتو په پوهنځي كې شهيد استاد محمدجان احمدزي له لاسه ونيوم او له ځان سره يې روان كړم، ګورو چې يوې وړوكې او تنګې كوټې ته چې د ټايپستۍ ماشين به پكې ايښى وو ننوتو نو هلته استاد شهيد پوهاند نيازى او شهيد مولوي صاحب حبيب الرحمن ناست وو نو په استاد احمدزي يې غږ وكړ چې څوك دې راووست هغه ځواب وركړ: دغه ورور مې راووست، د لوګر دى، نو هغوى هم ورته وخندل او ورته يې وويل: ته چې لاړ شې خپل وطندار راولې.

 كه څه هم چې  دوخت جلادانو او ظالمو واكمنانوشهيد پوهاند غلام محمد نيازى، شهيد عبدالرحيم نيازى، شهيد مولوي حبيب الرحمن، شهيد انجنير حبيب الرحمن او دهغوى نور د سنګر او مبارزې ملګري په دې موخه په شهادت ورسول چې د الله (ج) پيغام او د حق ازانګې په دغو مباركو ستونيو كې خفه كړي مګر د لوى الله(ج) په فضل او مرسته دغه جهد او هڅه په يوه داسې پاڅون واووښته چې كريملين او سپينه ماڼۍ دواړه يې ولړزول، يوه امبراتورۍ يې د تاريخ كندې ته وسپارله او بله يې هم شيبې څاري.

 الله (ج) دې دغو شهيدانو او د هغوى ملګرو ته فردوس جنت وركړي او لاره دې يې له لارويو ډكه كړي. آمين