ډاکتر سیداحمد ماموند
د امریکا خونړی ښکیلاک اوولس کلن شو .
په افغانستان دامریکا یرغل او ښکېلول کومه تصادفي پېښه نه وه اونه ده، بلکې له پخوا څخه ورته په لارو چارو فکر او پلان جوړ شوی ؤ.د طالبانو په ضد دڅارګریزې ،اقتصادي ،سیاسي او تبلیغاتي جګړو (اقتصادي بند ېزونه،داسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل،د نړۍ په کچه دطالبانو ضد ذهنبت جوړونه....)د مخته وړلو له لارې د برید چمتوالی روان ؤ،تر څو چې په نیویارک کې د نړۍ والې سوداګرۍ په برجونو ترهګریز برید وشو.ددغه برید د سرته رسولو دڅرنګوالی په اړه تر ننه پورې ددولتي سرچینو له خوا حقیقتونه پټ ساتل کېږي ،خو ددِغې برخې دکارپوهانو او سیاسي شنونکو لویه برخه هغه دسي آي اې یوه توطیه بولي،او دوه نظرونه چې ماهیت یې یو شی دی موجود دي: یو دا چې پرېږده چې د موخې دپاره پېښه تر سره شي،او بل دا چې داسې وکړه چې د موخې دپاره پېښه تر سره شي .
امریکا د پراخو درندو او بې رحمانه بمباریواو د پلو ځواکونو په توګه د وطن پلورونکې شمال ټلوالې په کارولو سره په لږ لګښت او لنډ وخت کې زمونږ هېواد ښکېل کړ. په دغسې کامیابۍ سره د امریکا تکبر او په نړۍ د واکمنۍ چلولو هوسونه لا ډ ېر شول.د امریکا د جمهور ریس کوچني بوش په دې اعلان سره چې، څوک چې زمونږ سره نه دي،هغه ددښمن سره دي .د وهم او ډار له وجهې اسلامي او غیراسلامي ،نیږدو او لرې پرتو هېوادونو دامریکا څخه دملاتړ او مرستو ټټرونه ووهل.ټوله دنیا د جګړو ځپلي او بې دفاع افغانستان څخه راتاو شوه.
په افغانستان باندې د برید دپیل څخه تر اوسه پورې امریکا دترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه دجګړې غځولو او دخپلوستراتیژیکو موخود پټولو په غرض مختلفې توطې ،لارورکونکي تبلیغات او وسیلې په کاروي .د ښېلاک په اولو کلونو کې یې دخپلې ښکېلاکګرې څېرې د پټولو په غرض په ا فغانستان کې یرغلګر ځواکونه په دریو نومونو (ایساف، ناتو او امریکایي) یاد کړل ،اوملګري ملتونه یې هم ورته راګډ کړل.د جګړې د ګرمولو په غرض یې د بن په کنفرانس کې نه یوازې دا چې داسلامي امارت (طالبانو) استازولي رد ګړه،قومي انډول یې په تېره بیا پښتانه له پامه وغورځول،مات شوي جنګي جنایتکاران یې واک ته ورسول،بلکې د طالبانو د مصونیت غوښتنې وړاندیز چې ښاغلي حامد کرزي ته یې کړی ؤ،هم ونه مانه اوپه پراخه توګه یې دهغوی په نښه کولو،وژلو او بندي کولواو په کورونو چاپو اچولو پیل وکړ.دغه هرڅه د دې انګېزه شول چې طالبان د یرغلګرو ضد مقاومت لیکو جوړولو دپاره لاس په کار شي. البته دطالبانو د مقاومت اصلي علت د ښکېلاک ضد مبارزه وه اوده .
دنړۍ وا لواړیکو د مطالعې د مرکز غړی ابوذهاب او د«بشر په موزیم کې پرو فیسور»برنارد دوپنیوچې دواړه د فرانسوي سیاسي علوموڅېړونکي او متخصیصین او د سېمې په اړه ژوره مطالعه لري ، دواړه په ګډه او یو نظر د ترهګر او دازادۍ دلارې مبارز دګډولو دخطر په هکله وایي:«په افغانستان کې د لوید یځ ضد ټولو جنګیالیو ته ترهګر ویل ،د واقعیتونو تحریفول (اړول) دي ،د پېښو دغه ډول تحریفول (اړونه) زمونږ څخه لاره ورکوي.» ابوذهاب زیاتوي:«تاسې په تېره بیا په سویل کې چې ټوپک په لاس ملتپالو نوو ځلمیانو او ځوانانو سره مخامخ کېږۍ ، په غوڅه او رسا توګه وایي چې :«زمونږ هېواد یې ښکیل کړی دی ،زما وجیبه ده چې د ښکېلاکګرو سره وجنګېږم .»
په هېواد کې د ښکېلاک ضد مقاومت جوړېدنې او پراخېدنې تاریخ په څېر د طالبانو وسله وال مقاومت هم د یو وخت په تېرېدو سره جوړ او پراختیا وموندله .لکه څرنګه چې د تاریخ په اوږدو کې د ښکېلاکګرو ضد مبارزه کې اسلامي عقیده او ملتپالنه (ناسیونالیزم) د افغانانود مقاومت د پیاوړتیا او کامیابۍ مهم فاکتورونه ؤ، همدغسې د طالبانو دغښتلتیا او مقاومت د پراختیا علت دادی چې د اخوانیانو برخلاف چې داسلامیت منلو تر څنګ پولې نه پېژني او ملتپالنه ورته ارزښت نه لري، خوطالبان اسلامیت او ملتپالنې دواړو ته ژمن او پولې هم پېژني .د طالبانو دځواکمنتیا بل دلیل دا دی چې لویه برخه یې دکلو او بانډو اوسېدونکي دي،چېرې چې دښارونو په پرتله څارګري او څارګر، پردۍ پالنه او پردیپال او ژمنې ماتول کم دي ،او دهمدغو ځایونو خلکو د ملاتړ څخه برخمن هم دي .د طالبانو دپیاوړتیا بل علت دا هم دی چې هغوی ملي یووالي ته ژمن پاتې شوي دي.د توکم ،ژبې او مذهب په نومونویې کومې منفي کړنې نه دي کړي .
د جګړې په ډګر کې د امریکا –ناتو ځواکونو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره ،او هم په دي باندې باوري کېد ل ،چې دزور له لارې جګړه نه شي ګټلی ،نو د یوې خوا یې دنړۍ والو او افغان ولس دغولولوپه خاطر د خبرو اترو له لارې دجګړې دپای ته رسولو تبلیغات پیل،او افغان دولت ته یې دسولې شورا (دسولې دسوداګرو شورا) جوړولو لارښوونه وکړه،خو دکلونو په تېرېدو سره ددغې سولې هیڅ څرک نشته . دبلې خوا امریکا په پوره ځېرکتیا افغان ځواکونو ته د خپلې جګړې دمخته بونې په سپارلو سره د خپلو پوځیانو د مرګ ژوبلې کچه نږدې صفر ته را ټيټه کړه. یو علت همدغه دی چې امریکا دسولې په خبرو اترو کې هیڅ ریښتینې نه ده ،او کوم عملي ګام نه پورته کوي ،دا ځکه چې دامریکا د ګټو جګړه د لکونو افغانانو دسر په بیه غځیږي او ګرمه ساتل کېږي .د دفاع وزیر ښاغلی بهرامي د ولسي جرګې په استجوا بیه ناسته کې وویل چې یوازې د سپتمبر په میاشت کې ۵۱۳ سرتیري وژل شوي او ۷۱۸ ژوبل شویدي ،او په منځنۍ توګه هره میاشت زروتنو ته مرګ ژوبله اوړي .د یوناما دفتر هم یوازې په تېره میاشت کې د شپږوسوو څخه زیاتو ملکي وګړو مرګ ژوبله تایدوي ،او زیاتوي چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې د تېر کال په پرتله ۵۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی .دجګړو په وجه د دوو میلونو څخه زیات افغانان د خپلو اصلي استو ګنځو څخه بې ځایه شوي او په ډېرو بدو شرایطو کې دشنه اسمان لاندې دکډوالۍ ژوند تېروي .
په افغانستان کې د ښېلاک او جګړې داوږدېدو اودامریکا سره دجګړې او سولې دواک او انحصار علت یوازې دا نه دی چې هغه یو ځبر ځواک دی، بلکې یو لوی علت یې داهم دی چې افغانان سره ویشلي دي .په دې برخه کې د ټو لنې په یو قشر د بهرنیانو او په سر کې دامریکا له خوا ډالر وېشنې ،سیاسي واک ته رسونې ،دبهرنیانو په پیسو چلېدونکو ټولنیزو رسنیو لاره ورکونکو ضد او نقیض تبلیغاتو او دبهرنیانو څارګریزو فعالیتونو هر یوه په شکل دشکلو نو،په یوه اوبله کچه دجګړې په غځولو او دافغانانو په ویشلو کې خپل منفي رول او اغېز ښندلی دی . دغه قشر په ټولیزه کې د دولتي لوړ پوړو چارواکو دلوې برخې، د پروني ښکېلاک ضد ټولوتنظیمونو د مشرتابه د کچې کسانو،د پروني امپریالیزم ضد کیڼو ګووندونو او ځواکونو د ځینو کړیو،یو شمېر تکنو کراتانو،دیني عالمانو،ملایانو ،روحانینو ،سیاسینواو دمدني فعالانو دیوې برخې څخه جوړ دی. دغه قشر د خپلو ملي ارزښتونو، فرهنګ او تاریخ سره پردي شوي،او هغه ورته کوم اهمیت نه لري.دغه څارګر او پردیپال قشر د یرغلګرو ځواکونو په مټ جوړې شوې او ساتېدونکې بل واکۍ ته بدلون او خپلواکي او غلامۍ ته ازادي وایي.امریکایې تاریخ پوه ډاکتر جان هنریک کلارک چې یو تورپوستی دی د ښکېلاک د ماهیت په اړه لیکي چې:«ددې دپاره چې ولس کنترول کړی شي،باید تر هر څه دمخه دا کنترول کړۍ چې دغه ولس دخپل ځان په اړه څه فکر کوي،خپل تاریخ او فرهنګ څرنګه ارزوي .کله چې ښکېلاکګر تا دومره خوار کړي چې پر خپل تاریخ او فرهنګ باندې وشرمېږې،نو هغه وخت بیا ستا د نیولو دپاره د زندان دېوالونو او ځنځیرونو ته اړتیا نه لري.»
دوخت په تېرېدوسره نه یوازې دا چې په نړۍ اوسېمه کې دامریکا موخې توطې او دانسانیت ضد بې رحمانه کړنې د نړۍ ولسونو ته د لمر په څېر روښانه شوي دي او پوهېږي چې دترهګرۍ ضد جګړه د امریکا د ګټو لاسته راوړلو وسیلې پرته نور څه نه دي،او بل دا چې په نړۍ واله کچه دځواکونو په انډول او دروانو پېښو په اړوند د هېوادونو په دریځونو کې هم لوی بدلون راغلی دی.د امریکا او ناتو نورو غړو ،دامریکا او اروپایی ټولنې ،امریکا او سېمې هېوادونو داړیکو څرنګوالی نور د یویشتمې پېړۍ د لومړۍ لسیزې په څېر نه دی.د چین او روسې د اقتصادي—پوځي پیاوړتیا په وجه په نړۍ والو چارو کې امریکا-ناتو د دغو هېوادونو د نظر او ګټو په پام کې نیولو پرته خپلسرې کړڼې او بد ماشي نه شي کولی ،مانا دا چې د نړۍ دیو قطبي کېدو او ګلوبالیزم یعنې په نړۍ دامریکایی واکمنۍ چلونې خوبونه په اوبو لاهو شول.په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې د سولې په راوستلو او ټینګېدو کې د سېمې دهېوادونو مرسته او ونډه اړینه ده .
دافغان دولت چارواکي اوپه ټوله کې دامریکا د پوځي شتون پلویان دا باید ومني چې ددوی په اوسنیو کړنو او دریځونو سره نه یوازې دافغان وژنې امریکایی جګړه پای ته نه رسېږي ،بلکې افغانستان د امریکا او سېمې هېوادونو دډغرو ډګر ګرځي ،د سېمې هېوادونه هیڅکله نه پرېږدي چې امریکا د هغوی خاورې ته جګړه ولېږدوي .تاریخي مسولیت دافغان دولت په غاړه دی .دامریکا یي پوځونو په برچو کښیناستل لېونتوب دی.په پردیو،په تېره بیا ځبرځواکونو تکیه کولو او دهغوی په غیږ کې ځان اچولو هیڅکله هیچا ته د تاوان پرته ګټه نه ده کړې . ایا تاریخ به مونږ وبښي ،چې پرون مو هم د خپلو خلکو بهرنیو یرغلګرو وژونکو ته دوستان ویل، اونن بیا هم همغه تاریخ تکرارؤ؟افغان دولت ته ښایی چې دافغان ولس او طالبانو سره په ګډه دامریکا څخه دهغوی دپوځونو دوتلو مهال ویش ټاکلو ښکاره غوښتنه وکړي،تر څوپه هېواد کې د ښکېلاک اود افغان وژنې امریکایی جګړې ، پای ته رسولو لار خلاصه شي.
په درنښت . 0 5-10-2018

د جګړې په ډګر کې د امریکا –ناتو ځواکونو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو سره ،او هم په دي باندې باوري کېد ل ،چې دزور له لارې جګړه نه شي ګټلی ،نو د یوې خوا یې دنړۍ والو او افغان ولس دغولولوپه خاطر د خبرو اترو له لارې دجګړې دپای ته رسولو تبلیغات پیل،او افغان دولت ته یې دسولې شورا (دسولې دسوداګرو شورا) جوړولو لارښوونه وکړه،خو دکلونو په تېرېدو سره ددغې سولې هیڅ څرک نشته . دبلې خوا امریکا په پوره ځېرکتیا افغ?