د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د اوسېدونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د راتلونکي ۲۰۱۹ کال د جون تر میاشتې پورې غځولې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان کابینې دغه پرېکړه کړې.

د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري په خبره، پاکستان کابینې د کډوالو لپاره د یوې هر اړخیزې تګلارې جوړولو پرېکړه هم کړې.

د لومړي وزیر عمران خان د واکمن تحریک انصاف ګوند له حکومته مخکې د پخواني لومړي وزیر محمد نوازشریف حکومت څو ځله له دوو تر درېیو میاشتو پورې دغه موده غځولې وه.

پاکستان کې د کډوالو ستونزو هواري یوې کمېټې مشر ارسلا خان په دې اړه وایي، «د موقت مهال لپاره دا مناسب اقدام دی، خو په بنسټیزه توګه د کډوالو مسایلو حل ته بسنه نه کوي، د کډوالو اندېښنې لا هم پر ځای دي، البته دا یو لنډ مهاله ښه او مثبت اقدام بللای شو.»

پېښور کې مېشت یو شمېر افغان کډوال سوداګر بیا وايي، د څو میاشتو لپاره د کډوالو اوسېدو مودې غځول د دوی پر کاروبار منفي اغېز کوي.

د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري په وینا، اوسمهال ۱۳۰۰ زره افغانان پاکستان کې د اوسېدو رسمي اجازه لیک لري، چې د (پي او ار) نوم ورکړل شوی دی.

ښاغلی چودري زیاتوي پنځه سوه زره نور افغانان هم پاکستان کې مېشت دي، چې د ده په خبره دغه ډول کارتونه نه لري.