غزل
باڼه يې مړاوي د هغې په مخ د خوب څپه ده
زه ورته ويښ يمه په ما د لېونتوب څپه ده
زما وجود كې عشق او نرم جذابيت د هغې
خداى دې را خير كړي لايې اوس د پېغلتوب څپه ده
چې درته ګورم راته ګورې څه ويلى نشو
دا خو راځي دا خو لومړۍ د مينتوب څپه ده
رقيب مې نن ديار تر خوا وليد چې غلى تېر شو
خلكه راغلې پرې دا نن د سړيتوب څپه ده
رانه خپه نشئ يارانو كه زياتى مې وكړ
نوې راغلې مې په ز ړه د زلميتوب څپه ده
د زندګۍ واك يې هم راكړلو د مينې په نوم
په يار راغلې ته وا بيا د سخيتوب څپه ده
يكشنبه، د لړم ۹مه، ۱۳۹۰ كال
شپه، ۱۲ بجې، خوځښت دفتر