
غزل
اوښكې ځي له سترګو پريشانې دي
ستا د بېرته تللو شېبې ورانې دي
عشقه د مغرورې ځوانۍ دور دى
دلته د پښتو خبرې ګرانې دي
ستا د حسن موږ باندې قحطي ده خو
نورو ته بيا دا کيسې ارزانې دي
نه غواړم نور هېڅ هم درنه نه غواړم
ستا وړې خبرې راته ګرانې دي
څنګه دې نو ووژنم انسان يمه
زړه کې مې جذبې لا مسلمانې دي
واک لرو په ژوند چې څنګه يې مخته وړو
بس کړه! ستا ناولې ويناګانې دي
05.02.2012
- جاوید واک
افغانستان د غازي امان الله خان په دوره كې / 10مه برخه
(مذهبي او ټولنيز غبرګونونه)
دويم څپركى:
ليكواله/ (Drs, Senzil Nawid)
ژباړه: جاويد واك
د دولت او...
06.02.2012
- جاوید واک
غزل
باڼه يې مړاوي د هغې په مخ د خوب څپه ده
زه ورته ويښ يمه په ما د لېونتوب څپه ده
زما وجود كې عشق او نرم جذابيت د هغې
خداى دې را خير كړي لايې اوس د پېغلتوب څپه ده
چې درته ګورم راته ګورې څه ويلى نشو
دا خو راځي دا خو لومړۍ د مينتوب څپه ده
رقيب مې نن ديار تر خوا وليد چې غلى تېر شو
خلكه راغلې پرې دا نن د سړيتوب څپه ده
رانه خپه نشئ يارانو كه زياتى مې وك...