غزل

دلته اكثره خلك ستړي ښكاري

له ډېره شره خلك ستړي ښكاري

 

زړګيه ځار دې شم راځه چې لاړشو

د يار تر دره  خلك ستړي ښكاري

 

ښكلې را ونګورې وبه مې خورې

ستا له نظره خلك ستړي ښكاري\

 

كلى پرېشان دى مازيګر نلري

له يوه سره خلك ستړي ښكاري

 

د دغو خلكو رهنما غيب شوى

دا بې رهبره خلك ستړي ښكاري

 

نور به دا واك له هغو خلكو واخلو

دا ده بهتره خلك ستړي ښكاري

 

جمعې شپه،۱۱ بجې، د وږي۱۷مه،

۹۰كال، د خوځښت دفتر