غزل

دا خو مجبور يم، چې دښمن مې هم په ښه يادوم

اوس ضرورت دى اوس به جنګ او وينه نه يادوم

 

د انسانيت د سيپارې په لومړۍ پاڼه كې مې

د پر مختګ توري په يو بل پسې زه يادوم

 

د ښايستونو قتلول دي نور څه نه دي روان

وحشي نړۍ كې ماسوا له دې به څه يادوم

 

هغه قامونه چې د ژوند لاره يې نه وي ښكاره

هغه قامونه په ژوندوني لكه مړه يادوم

 

چې د نړۍ د هر يو درد احساس به  وشو پكې

دا عاطفه نشته هغه سپېڅلى زړه يادوم

 

زما او ستا تر منځ كه هېڅ نه  وي همدغه بس دي

زه به تر عمره دا خوږه بېګانۍ شپه يادوم

 

يكشنبه، سهار پنځه نيمې بجې، ميزان ۳مه نېټه،۹۰ كال

د پرخې او پسرلي دفتر