غـزل
دا ورځـې او دا وخـتـونـه تـېر بـه شـي
هسې لکه خوب لیدل وي هېر به شي
رابـه شـي وخــتـونـه زمـونـږ رابـه شـي
مه ژاړه کـه خـدای کــولـه خـېر به شـي
تا ته به په هــره لار ګـــــــــلان شـیـنـدم
رابه شي ســپـرلي ګـلـونـه ډېـر به شـي
خېر که نن په مونږ پورې خـندا کـوي
ګورې به یې ټول زمونږ په څېر به شي
مـاتـه ځـير ځـير مه را ګـوره زړه نادان
سـتا لـه تـورو ســتـرګـومـتاثـر بـه شي
دا نو (لارویه) قــســـــــــــــــمـتـونـه دي
ګل به دګلاب ښکاري ګنډیېر به شي
محمدجهان لاروی
27/10/2014
05.11.2014
- محمدجهان لاروی
مخشر
کـــالــونـه تـېرشـول مـا دکـــــــــلـــي سـهر ونه لـیـدهسـهار یې څـه چـې مـایې خوږ مازدیګر ونه لـیـدهپردی وطن پردۍ کوڅې دي خـلک هـم پردي ديپـردی اخــتـر مـا پـکې خـونـد د اخــــتــر ونه لـیـدههــرڅـوک د ځـان پـه غـم اخـته د بل پوښتنه نشته...
30.12.2014
- محمدجهان لاروی
غزل خیر که غـم شته هـم اخـتر دی سـتا په در کېهم مـلـهـم شته هـــم پـرهـر دی سـتا په درکـېهـره ورځ ډکـــــــې پـیـالـې او مستي نـه ويهم قیا مت شته هم مخشر دی ستا په در کېرقــیــبـان خـو مــې په دې بـې بـاکــــــه بـوليچــې زمــــا غـریـب نـظــر دی سـتا په در کېغــــریـبـي ده نـور مـې هـــــېـڅ د وسـه نـشـيدا چـــــاړه او دا مــې سـر دی سـتا په درکېســتـا د دوو ستر ګـو خا...