غزل 
خیر که غـم شته هـم اخـتر دی سـتا په در کې
هم مـلـهـم شته هـــم پـرهـر دی سـتا په درکـې
هـره ورځ  ډکـــــــې پـیـالـې او مستي نـه وي
هم قیا مت شته هم مخشر دی ستا په در کې
رقــیــبـان خـو مــې په دې بـې بـاکــــــه بـولي
چــې زمــــا غـریـب نـظــر دی سـتا په در کې
غــــریـبـي ده نـور مـې هـــــېـڅ د وسـه نـشـي
دا چـــــاړه او دا مــې سـر دی سـتا په درکې
ســتـا د دوو ستر ګـو خاطـر دی . ګــني یاره
څــه کــــمال او څـه هــنـر دی سـتا په در کـې
بـس یـو ته یـې چـې پـه حـال مـې خـبـر نه یې
خـلـک ټـول په مــا خــبـر دی سـتا په درکـې
مــریــدان  خـوښ وي د پـیـربـابـا په درکــې
لاروی مـست قــــلـــنـدر دی سـتا په درکـې

23/11/14
لاروی