مخشر

 

کـــالــونـه تـېرشـول مـا دکـــــــــلـــي سـهر  ونه لـیـده
سـهار یې څـه چـې مـایې خوږ مازدیګر  ونه لـیـده
پردی وطن پردۍ کوڅې دي خـلک هـم پردي  دي
پـردی اخــتـر مـا پـکې خـونـد د اخــــتــر  ونه لـیـده
هــرڅـوک د ځـان پـه غـم  اخـته  د بل پوښتنه نشته
په دې جهان کـې مې بل داسـې مـخــشر  ونه لـیـده
سپينې جامې او ظاهري خندا مې هرڅوک ګوري
خوچــامې هـــــــــم د پټ زړګوټـي  پـرهـر  ونه لـیـده
چـې ورنه  مـونږ  غـریـبان هـم ښه قـسمتونه  واخلو
مـا د قـسـمت او مـقـدر سـوداګــــــــــــــر  ونـه لـیـده
که په دا لوی ښار کې د یوشي کمي نـشتـه خـو ما
دپـښـتـانـو پېغلـو مـنـګــي او ګـــــــودر  ونـه لـیـده
دا تـه چـې تـل ورپـسې ژاړې لارویه ګـــــــــــــــــرانه
چـرته مې ستا په غـــــم کـې هـغـه  دلـبـر  ونـه لـیـده



محمدجهان لاروی
ابوظبی