غزل

د درد سره  اشــنـا یـــم او د غـــــــــــــــــــم سـره  اشـنـا
د زور سـره  اشـنـا او د ســــــــــــــــــــــتـــم سـره  اشـنـا

دجاله لاس دې خلاس چې څه کــولی شې کوه یې
مـونـږ سـتـا د دې نـیــمـګــړي جــــهـنـم  سـره  اشـنـا

که ژوند مو په باروتو کې تېـریـږي دا قسمت دی

دا چــا ویل چـې مونـږ  نه  یو  د قـــــلـــم سـره  اشـنـا

دې وخت څه عجوبا عوندې سبـک راکــړ ملګرو

د ســـم  او د کـاږه  هـر یـو قــــــــــــــــــــدم سـره  اشـنـا

چې دې ته نېک بختي وایې که بل څه ورته وایې

عرب  مـو واړه  ولــــیـدل  درهـــــــــــــــم  سـره  اشـنـا

اوس  زه  لاروی  هـغـه پـخـــــوانــی لاروی نـه یــــم

د نــاز  او د نــخــــرې یــــــم  د صــــــنـــم ســره  اشـنـا

محمدجهان لاروی
ابوظبی