سپوږمی
وایه سپوږمی نن دې چې هغه ولید
وایه سپوږمی چې ښکارېده به څنګه؟
د ښکلي مخ او د باڼو خو یې یوڅه ووایه؟
وایه سپوږمی چې نن یې تاته درکتل او که نه؟
دچا په یاد کې یې د اوښکو ډکې سترګې
دستا په لوري غړيدې او که نه؟
وایه سپوږمی نن راته ټوله کیسه؟
چې په سرو سترګو یې نن تاته څه ګیلې کولې؟
خو ها چې هېر دې نشي:دا ورته هم ووایه
هغه د دنګو دنګو غرونو هاخوا
د سمندر نه پورې
یوڅوک د ستا په یادکې
له تور مښام تر سپین سهاره پورې
دستا تصویر زما د مخ په اینه کې ګوري
محمدجهان لاروی
ابوظبی /لیوا