غزل

چې مې زړګــی څنـګـه دردیـږي تـاتـه څـه  ووایـم
درد مې په خـولــه نـه بـیـانـیـږي تـاتـه څـه  ووایـم
څله پوښتې چې وختیري څنګه ده ته څنګه یې؟
خـو بـس وخـتـونـه دي تېـریـږي تـاتـه څـه  ووایـم
زما دژونـد په حـال ځان  مه خبره  وه پریږده اشنا
شپې دي مرګـي ته سـباکــیـږي تـاتـه څـه  ووایـم
زمـا د لارې او مــــــــزل کـیسه همـدلــتـه پـریـږده
لامـې مـنـزل نـه مــعـلــومـــیـږي تـاتـه څـه  ووایـم
مـاته په لار کـې انتظـار مه کــوه سـتـړی بـه شې
لارې اوږدې دي نـه لــــنـډيـږي تـاتـه څـه  ووایـم
زه  لاروی  درته  خـواږې کـیـسـې کــولی نــــشـم
ترخې کیسې مې نه خوښیـږي تـاتـه څـه  ووایـم


محمدجهان لاروی
14/10/14
ابوظبی 
 مدینه زاید ښارګوټی