اقرار
نـن یـې چـې پـه ژبـه اقـــــــــــــرار نـه راځـي
بـیـا دې زمـونــږ کـــــلــي تـه یـار نـه راځـي
هغه دود دستور چې مونږ یوځای نه کړي
داســـې رواجــونـه پـه کــــــــــــار نـه راځـي
نـن چـې مـیـدان یـونـسي تـــــــل پـاتـې دی
دا وار چـې خـطـاکــــــړي بـل وار نـه راځـي
رادې شـي چـې هــرې خــوا ګـــــلــونـه شـي
چــاویــل چـې بـې وخــتـه بــهـار نـه راځـي
ویـــاړي پـه ســـاده کـــــــلــیـوالـه حــسـن
وایــي مـــاتــه ډول ســـــــنــګـار نـه راځـي
پـوه شــوم چــې هــغـه لـه کــلـي تـلـلـی دی
اوس چې ((لاروی)) په دې لار نـه راځـي
محمدجهان لاروی
ابوظبی
شعــرونه