ستړي شپه
یوه ستړي شانې شپه وه
آف توبه څومره وږده وه
نه ارام وو نه خوبونه
اندېښنې وې او سوچونه
بې رڼا وه بې مشال وه
څه وږده لکه دکال وه
د یادونو خړسلاب وو
څه دمړو اوښکو دریاب وو
شپه چې څومره تېرېدله
پسې نوره وږدې دله
زمانه واړه ویده وه
خاموشي وه اوتیاره وه
دا په ماشوی څه چل وو
چې بستر مې د بخمل وو
لکه پروت وم په سکروټې
نه مې دوې سترګې شوې پټې
نه عزیز او نه تربور وو
نه مې خپل کلی او کور وو
نه د چا راباندې پور وو
نه د چا راته پېغور وو
نو دا ولې څه کیسه وه
یو په ما چې زلزله وه
په دې ها خلک پوهیږي
چې زماپه څېر کړیږي
لارویه لارویه
پاڅه پاڅه لیونیه
تر غوږو مې غږ دچا شو
خدایه (ج)شکر چې سبا شو
11/1/14
محمدجهان لاروی
شعــرونه