غزل
دازه چــې خــــاورې پـه سـر شــنـدم دا دچــــالــپـاره
زه خــو دا هـــرڅــه ښـه اوبـد کـــــــــوم دسـتا لــپـاره
بس داخوته یې چې په زړه کې دې هېڅ رحـم نشته
یـوه ســـکـه مــسـکـا دې ونــــکـــــــــړه زمـــا لــپـاره
دپـــــــــښتــــــنې حیا دې جارشم سترګې مــه اړه وه
پـــښــتـانـه سـرقــــــــــربــانـه وي تـل د وفــــا لــپـاره
یـابـه دســتا پـه مــرمــریـنــولــــــــېــچـــو ســر لــږوم
یــابـه مــــثـال شـــمه جـــــــــــــانــانـه د دنــیـا لــپـاره
پرېږده چې نن دې ښکلـي مخ ته په ځیرځير وګورم
خدای(ج)خبر څوک به ژوندي پاتـې وي سـبـا لـپـاره
ستا لاروی دســـــــــمــنــدر په جــزیـره کــې بند دی
چـرتـه خـو پـورتـه کـــــــــــړه لاسـونه د دعـــا لـپـاره
محمدجهان لاروی
۲۰۱۲//ابوظبی //سمندر جزیره
شعــرونه