غزل
څوک چـې مدام راته په زړه کــې راځـي
دهغې نوم مې نن په خـوله کـــې را ځـي
هــــــم یـې د وصـل په خـونـد نـه مــړېـږم
هــــم یې ارمـان په بـیلـتانه کــې را ځـې
مـاته دخـپـل کــــلــي ګــودر رایـاد شـي
سپینې هیلی چــې په اوبـه کــې را ځـي
سـتـا دخــواږې خـوالـې خـوشبو جــنانه
نـن په لـــــوګـــــي د تــنـاره کـــې را ځـي
د رازخــــبـرې چــــې په خــوله ونـــــشي
هـغه د ســـتـرګــو په لـــیده کـــې راځـي
دا کــوم رواج یـې لاس اوپـــښې تــړلي
چې نـه په بــد او نـه په ښـه کــــې راځـي
خــــــیـر (لارویه) نـــا امــــیـده نــــشــــې
داســـې کـیسې په ژونـدانه کـې راځـي
محمدجهان لاروی
2012/12/31
شعــرونه