غزل
چـې تـــل عـــــمــر تـنهـایـي شـي بیابه څـه کـــړې
چـې بې یـاره زنـــده ګــــــي شـي بیابه څـه کـــړې

چـې نه وصـــــــل وي نـه یـو ســاغـــت تــېـریــږي
چـې سـکـروټـې په زړګـــي شـي بیابه څـه کـــړې

لـه پـردیـو خـو څـوک هــسې ګــیـلـه نــــکـــــــړي
چـې دې خـــپل واړه پـردي شـي بـیابه څـه کــړې

چـې سـاړه او تـاوده بـاد وهــــــــــــــلـــی نـــه وې
او خـوږ ژونـد دې په خواري شي بیابه څه کـړې

ټـولـه شـپه چـې د اســــمــان ســتوروته ګـــورې
چـې خـوبـونه دې یاغـي شـي بـیابه څـه کـــــــړې

(لارویه) عــــــــمـــــر تېرمــــــــــنــزل لا نــــشــــته
مخ پر ځوړ دې چـې ځـوانـي شي بیابه څه کــړې

محمدجهان لاروی
ابوظبی/ښار
10/7/2012