غزل
څـه ومـه څــه دې کـــــــړمــه اخ زړګـــیه
د اور لـــمـــبه دې کــــــړمــه اخ زړګـــیه
لکه چاړې مې څوک په زړه کې واهي
چـې را پـه زړه دې کــــړمــه اخ زړګــیه
دا څـه دې وکــــــړل لـــکـه کــانــی ومــه
اوبــه اوبــه دې کــــــــــــړمـه اخ زړګـــیه
اوس مې په دې کـلي کې زړه نه لګـي
پـه ورکــېـده دې کـــــــړمـه اخ زړګــیه
ژوندون دی هو خو ژوند یې مابوله دا
بـې ژونـدانـه دې کــــــړمــه اخ زړګــیه
د کـــــومــې لارې(لاروی) دې کــړمـه
په کــوم مـزله دې کــــړمــه اخ زړګــیه
لاروی
10/2/14