چاچـې زمـونـږ تـر کـــور راوسـتـی د غــمـونـو بـهـیر
خـدایه لـــه کـــلــي یـې راتـاو کـــړې د اورونـو بــهـیر
دقــــلــم ژبـه یـې کــــړه غــوڅــه د تــوپــک په بــرچـــو
لـــه هــریـو چــــــم څــخــه راوځــي د زخــمـونـو بــهـیر
دبـابـاجـان د پــــګــړۍ ولـــــــونه په پردو خــرڅــیـږي
لـوټ مـې شو نن زرګـون کـلـن د تــاریـخـونـو بـــهـیر
چـــې بـه نـغـمـې د مـحـبـت لــــــه کــــومـوژبـو راتـلـې
نـن لـــــــــــه هـــــغـــه ژبـو روان دی د ویـرونـــو بــهـیر
ګلرنګه شونډې وچې،وچې چاودې چاودې ښکاري
په هــــر اوربــل بـانــــدې راخــور دی د ردونـو بــهـیر
ماشـومـې هــیـلـې مـې سـوزېـږي جــهــادیــاره یـاره
چــېـرتـه کــــې ورک دی لـه مـودو د بـارانـونـو بـهـیر
اختر جهادیار
17.05.2012
- محمدجهان لاروی
دمورغېږه ټوله مينهجــــــوړ پـدې دنـياجــنـت دی،دمــورغــېږهدخـدای رحـــم وشــفــقـت دی،دمــورغــېږهدنــيـا واړه دمــورغــېږه کـــــــــې،پــرتـه دهګــــــــــهـــواره دبـشـريـــت ده،دمــورغــېـږهانـسانيت دمـورلـه غـېږې،شــروع کــيـږيســرچــيـنـه دبـــشــريـــت ده،دمــــور غــېږهمــحـبـت دمـورپه غـېږه کــې،زده کــــيـږيمـــ...
19.05.2012
- محمدجهان لاروی
مابه چې ستا له غمه مـړې مـړې څڅولـې اوښکېپه روخـسارونو به مـې ښکـته زنـګېدلـې اوښکېستا دې قـسم وي تاته یاد او کـه دې هـېر دي هغهچـې په لمــن به مـې په ورو ورو پاکولـې اوښکېهـغه شېـبې مــــې لا د یـاد ځـیـنـې وتــــلـــي نه ديدغــــــم کـاروان ته به چـې شـمـعې بلولـې اوښکېخـدایږو هـغه دسـتم ډکـې شېبې هـــــم خوږې وېکـه څو لـه سـترګـو به مـې کـډې بـارولـې اوښکې...