مابه چې ستا له غمه مـړې مـړې څڅولـې اوښکې
په روخـسارونو به مـې ښکـته زنـګېدلـې اوښکې

ستا دې قـسم وي تاته یاد او کـه دې هـېر دي هغه
چـې په لمــن به مـې په ورو ورو پاکولـې اوښکې

هـغه شېـبې مــــې لا د یـاد ځـیـنـې وتــــلـــي نه دي
دغــــــم کـاروان ته به چـې شـمـعې بلولـې اوښکې

خـدایږو هـغه دسـتم ډکـې شېبې هـــــم خوږې وې
کـه څو لـه سـترګـو به مـې کـډې بـارولـې اوښکې

هـغه مـحـفـل هغه نـازونـه  هــا خـونـــدونـه نـشته
په نـیـمو شـپو به مـې کـــه پـرخـه ورولـې اوښـکې

سـتا (جهادیار) اشـنا له زړه هغه وختونه غـواړي
کــه تـر کــرېـوانــه به یې ښـکـته بـهېدلـې اوښکې

اختر جهادیار