دمورغېږه ټوله مينه

جــــــوړ پـدې دنـياجــنـت دی،دمــورغــېږه
دخـدای رحـــم وشــفــقـت دی،دمــورغــېږه

دنــيـا واړه دمــورغــېږه کـــــــــې،پــرتـه ده
ګــــــــــهـــواره دبـشـريـــت ده،دمــورغــېـږه

انـسانيت دمـورلـه غـېږې،شــروع کــيـږي
ســرچــيـنـه دبـــشــريـــت ده،دمــــور غــېږه

مــحـبـت دمـورپه غـېږه کــې،زده کــــيـږي
مـــــدرســه دمــــــحــــبـت ده،دمــور غــېږه

دمـور مـيـنه کــــــــې ريـااوتــــذويـرنـشـته
سـرتـــرپـايه صــــداقــــت دی،دمـورغــېږه

دمـــورغـــېـږه درازونــــــو،ګــنــجــيــنـه ده
خـــزانـه دلــــوړحـــکــمــت ده،دمـورغــېږه

دمورغـېږه کــې نـفـرت اوکــــرکــه نـشـتـه
ډکـــــــــــه واړه دالــــــفـــت ده،دمـورغــېږه

پـه لـلـولـلـوکـــــــــې رازدنـصـيـحــت شـته
ښـــه اغـــازدنــصـيـحــت دی،دمـــورغـېږه

دژوندکړه وړه ،ټول همدلته شروع کـيږي
ښـه ټـاکــونـکـې دقـسمت ده،دمـورغــېږه

دشـاهـانـوپه دربــارکــې،مـونـدل نـه شـي
کــوم دربــار چـې دعـزت دی،دمـور غــېږه

په دنـياکــې نــعـمـتونه دخــــدای ،ډيــري
خوترټـولـو خـوږنـعـمـت دی،دمـور غــېږه

پـه دنـياکــــې ئـې مــثـال اوسـاری نــشـته
دومــره  ډکـــــــه دلــذت ده، دمــور غــېږه

دمـورغـېږه ټــولـه مــيـنـه ،مــيـنـه مـــيـنـه
ټولـه مـينه ،ټـول رغــبـت ده،دمــور غــېږه

زه قــيام ئـې دستايـــــلــونـه ،عـاجـــــزيـــم
دومـره لــوړ نـوم دصــفت ده،دمــورغــېږه

الحاج الهام لدين قيام
والدورف/جرمنی

                                                                                                             راليږونکی : الحاج الهام لدين قيام