اوس یــم ټـوکـــېدلی اخــېر ګـل به شـم
مــــل به شـمه سـتا دڅـڼـو مــل به شـــم

بـــیـا بـه مـې دحـــسن نــنـدارې کــــوې
 شمار به دې په زلفو کــې یو ول به شـم

سـتا په ګـلـوریـن مـخ به خـوبـونه کــړم
زر ده چــې دسـتا دسـینې غـــل به شــم

ده  مــې لــه فـطــرت سـره  وفـا ګــــډه
نه چې دې خیال راشي چې بــدل به شم

ستاسره یوځای په ګـېږدئ خوښ یـمه
نه بـغــیـر لـه تا خــوښ په محــل به شم

بیا به جـهادیار د ځـان معشوق بولــې
لـــولـې به مـې نـوم غـزل غـزل بـه شــــم

اختر  جهادیار