افغانستان

ښکلی دی ښکلی مې جانان دی کنه
زما مخبوب دی پرما ګران دی کـنه

کـه د اغـیارپه سترګــو بــد لـــږیـږي
په مـا خـوږ لــږي زمــا ځـان دی کـنه

خـلک دنیا او په دولـت پـسې مـري
زمـا په زړه کـــې یو ارمــان دی کـنه

چـې په خـندا خو یې یوځــل وویـنـم
تل په ژاړا کـې یې ګـوزران دی کـنه

ولـې یــې ولــي دا بـې رحـمه خــلک
کــافــرخـو نـه دی مـسلـمان دی کـنه

مـا لاروي نـوره له خــدایه غـوښــتی
ښـاد او آبــاد افـغـانســتـان دی کـنه

محمدجهان لاروی
ابوظبی ښار
 

                                                                دفضل هادي فضلیار  دیوه غزل په پله